Ad Code

Responsive Advertisement

Fenugreek ملخوځې یا ملخوزه

Fenugreek




ملخوزه

ملخوزه یواوږد نباتي بوټی دی چې د درمل په ډول استعمالیږي. دا د هندي خواړو یو عادي اجزا او زیاتره د یو مکمل خواړو په شکل خوړل کیږي.

ملخوزه  (Trigonella foenum-graecum)Fenugreek یو نبات دی چې قد یې ۶۰ – ۹۰ سانتي مترو ته رسیږي. دا نبات شنې پاڼې، سپین واړه ګلان او وړې غوټۍ چې په کې ژیړنصواري رنګه تخمونه شامل دي. ملخوزه یو کلن نبات دی چې اصلي ځای یې هند او شمالي افریقا ده. دا د نړۍ په شاوخوا کې کرل کیږي او مصرفیږي. د زر کلونو را هیسې ملخوځې د پوستکي حالت او داسې نورو ناروغیو لپاره په چینايي درمل کې استعمالیږي. په نزدې ورځو د یوې عادي مصالحې او د ټینګولو د ایجنټ په حیث په کورنو کې شتون لري. همدارنګه په نورو تولیداتو کې لکه صابون او شامپو کې موندل کیږي. همدارنګه د ملخوځې تخم او پاوډر د هندي په زیاتره خواړو کې د تغذوي له پلوه او څه خوږ مغز لرونکي خوند لپاره استعمالیږي.

د ملخوځې غذایي ارزښت

د ملخوځې په یوه قاشوغه (۱۱.۱) ګرامه کې ۳۵ کالوري او ډیر زیات غذايي توکي شتون لري.

فایبر: ۳ ګرامه

پروټین: ۳ ګرامه

کاربوهایدریټ: ۶ ګرامه

شحم: ۱ ګرام

اوسپنه: د ورځني مقدار ۲۰ سلنه

منګنیز: د ورځني مقدار ۷ سلنه

منګنیشیم: د ورځني مقدار ۵ سلنه

ملخوزه تخمونه یو تغذويي روغتیاويي ارزښت لري چې په هغې کې د فایبر یوه ښه کچه او منرالونه چې اوسپنه او منګنیشیم شامل دي. 

Post a Comment

0 Comments