Ad Code

Responsive Advertisement

Dates

Dates




خرما Dates

د خرما اته (۸) روغتیايي منل شوې ګټې

خرما د خجرو ونو مېوه ده، کوم چې زیاتره د نړۍ په تودو سیمو کې کرل کیږي.  په تېرو نږدې کلونو کې خرما ډېر شهرت ترلاسه کړی دی. تقریبآ په ټوله نړۍ کې خرما په وچ ډول خرڅیږي. د خرما وچوالی د خجرو کونج شوي پوستکي له مخې معلومیږي او بلی خوا د خرما نرم پوستکي در خجرو تازه حالت څرګندونه کوي. خرما د بېلابېلو ورایټو له مخې، تازه خرما په عمده شکل وړې او د رنګ له پلوه سور روښانه تر ژیړ روښانه په محدوده کې وي. تر ټولو عمده یي مجهول او دقله نور خرماوې دي چې په مصرف رسیږي. خرماوې د یو خوږ خوند سره ښه شخوند وهونکي دي. همدارنګه په خرما کې بعضی غذايي توکو کچه لوړه ده او بېلابېلې ګټې او استعمال لري.  

1.  خرما قوي مغز لرونکی ده

خرما په زړه پورې مغزي جوړښت لري، ترکومه وخت پورې چې خرما وچه وي د هغې کالوري کچه د تازه وو مېوو پرتله  ډېره وي. د خرما کالوري کچه د نورو وچو مېوو ته ورته ده لکه ممیز او وچ انځر.  په خرما کې زیاتره کالوري انرژي د کاربوهایدريټ څخه ده، نوره پاتې ډېره کمه کچه له پروټینو ده. سره د کالوري په لرلو سره خرما کې څه اندازه وړ ویټامین او منرال د فایبر مهمه اندازې سره شامل دي.

د ۱۰۰ ګرامه خرما په مصرفولو سره د مغزي توکو لاندې کچه برابروي:

۲۷۷ کالوري انرژي

۷۵ ګرامه کاربوهایدریټ

۷ ګرامه فایبر

۲ ګرامه پروټین

۲۰ سلنه پوټاشیم له ورځني مصرفه

۱۴ سلنه مګنیزیم له ورځني مصرفه

۱۸ سلنه جست له ورځني مصرفه

۱۵ سلنه منګنیز له ورځني مصرفه

۵ سلنه اوسپنه له ورځني مصرفه

۱۲ سلنه ویټامین بي شپږ (Vit B6) له ورځني مصرفه

همدارنګه خرما له انټي اکسیډنټ له پلوه هم غني ده، کوم چې ممکن په زیاتو روغتیايي ګټو کې ونډه ولري.

2.  د فایبر لوړه کچه لري

په کافي کچه فایبر ستاسو ټولو روغتیا لپاره اړینه ده. فایبر د قبضیت په مخنیوی کې کولای شي د هضمیت روغتیا لپاره ګټور تمام شي. د بدن څخه د غایطه موادو په انتقال کې په دوامدار ډول ونډه لري. په خرما کې فایبر ممکن د وینې شکر په کنټرول کې ګټور اوسي. فایبر د هضمیت په رو کولو او وروسته له خوړلو ممکن د وینې شکر لیول په مخنیوی کې مرسته وکړي.

3.  د ناروغیوو مقابله کوونکو انټي اکسیډینټو لوړه کچه لري

خرما د بېلابېلو انټي اکسیډینټو په لرلو سره روغتیا لپاره یو تعداد ګټې وړاندې کوي چې په هغې کې د زیاترو ناروغیوو خطر کمول شامل دي. انټي اکسیډنټ ستاسو حجرې له ازاد رادیکل څخه ساتي کوم چې بې ثباته مالیکول ستاسو په بدن کې ممکن د ضرر لرونکې عکس العملو او د ناروغیوو د زمینې سبب  ګرځي.  

دې ته ورته د مېوو ډولونو لکه وچ انځر او وچې آلوچې په مقایسه خرماوې ښکاري چې د انټي اکسډینتو لوړه کچه ولري.

په خرماوو کې درې قوي انټي اکسیډنټوو یو سرکتنه:

فلاونوئیدونه (Flavonoids) : فلاونوئیدونه قوي انټي اکسیډنټونه دي کوم چې ممکن د التهاب په کمولو کې مرسته او د شکر خطر، الزایمر ناروغي او د بعضو سرطان ډولونو د کمولو لپاره مطالعه شوي دي.

کاروتنوئیدونه (Carotenoids) : کاروتنوئیدونه د زړه روغتیا د ودې لپاره ثابت شوي او همدارنګه ممکن د سترګو مربوط اختلال خطر لکه مکولر انحطاط (macular degeneration) کم کړي.

فینولیک اسید (Phenolic acid) : فینولیک اسید د خپل التهاب ضد خاصیت له مخی پېژندل شوی دی، فینولیک اسید د سرطان خطر او زړه نارغي په کمولو کې کولای شي مرسته وکړي.  

4.  د دماغ روغتیا ته وده ورکوي

د خرما خوړل ممکن د دماغ فعالیت په ښه کولو کې مرسته وکړي. خرما ممکن د التهاب په کمولو او په دماغ کې د پلاک (plague) د جوړنۍ څخه مخنیوی کوي، کوم چې د الزایمر ناروغي د مخنیوي لپاره مهم دی.

5.  طبیعي کار ته وده ورکوي

خرما ممکن د امیندوارو میرمنو لپاره طبیعي امیندوارۍ ته وده او اسانه کړي کله چې د امیندوارۍ په وروستیو څو اونیو کې مصرف شي.

6.  غوره لوړ طبیعی خواږه لري

خرما د فروکتوز سرچینه ده ، کوم چې د طبیعي شکر ډول دی او په میوو کې موندل کیږي. خرما د خوږ خوند ، مغذي موادو ، فایبر او انټي آکسیډنټونو له امله د پخلي په ترکیبونو کې د سپینې شکر لپاره صحي بدیل دی.

7.   روغتیا نور احتمالي ګټې

ادعا کیږي چې خرما یو څو نورې روغتیايي ګټې لري چې تر اوسه یې په پراخه کچه مطالعه نده شوې.

د هډوکو روغتیا: په خرما کې زیات منرال د فاسفورس، پوټاشیم، کلسیم او مګنیزیم په شمول شامل دي. دا ټول د هغې د احتمال پورې مطالعه شوي چې ترڅو د هډوکو پورې اړوند شرایط لکه هډوکو پوده کېدل (osteoporosis) مخه ونیسي.

د وینې شکر کنټرول: خرما د دې امکان لري چې د دوی د ټیټ ګلاسیمیک شاخص (glycemic index) فایبر او انټي اکسیډنټونو له امله د وینې شکر په تنظیمولو کې مرسته وکړي. پد ې توګه د دوی خواړو خوړل ممکن د شکرې ناروغۍ مدیریت په ګته وي.

8.  غذايي رژیم کې په اسانه اضافه کیږي

خرما یو فوق العاده ورایټي او یو خوندوره ناشته جوړونکی ده.  دا اکثرا د نورو خواړو سره جوړه کيږي، لکه بادام، مغز کوچ او نرم پنېر. خرماوې همدارنګه ډېرې نښلېدونکې دي کوم چې د پخلي توکو کې د یو ټینګونکي په توګه ګټور دي، لکه کلچې او د چاکلیټو ټوټې. د خرما خوړلو ډېرې بېلابېلې لارې شتون لري. دا معمولآ ساده خوړل کیږي مګر همدارنګه د نورو مشهورو خواړو سره یوځای کېدای هم شي.

Post a Comment

0 Comments