Ad Code

Responsive Advertisement

Strawberries



Strawberries


ځمکنی توت Strawberry

ځمکنی توت په عملي توګه دFragaria ananassa  په نامه پېژندل شوی. اصلي ځای یې اروپا او په اتلسمې بیړې کې رامنځته راغلی. دا د شمالي امریکا او چیلې هیواد دوو وحشي نوعو دوه رګه(Hybrid)  دی. ځمکنی توت د رنګ له مخې روښانه سور رنګ لري او یو جوس لرونکی جوړښت لري. د یو ځانګړې بوي او خوږ خوند درلودونکی دی. ځمکنی توت د ویټامین سي او منګنیز یوه ستره سرچینه ده اوهمدارنګه د فولاټ(folate)  او پوټاشیم یوه ښه اندازه هم شامله ده. په ځمکني توتانو کې د انټي اکسیډنټو او نباتي مرکباتو لوړه کچه شتون لري او ښايي د زړه په روغتیا او د وینې شکر په کنټرول کې ګټې ولري. معمولآ خام او تازه په مصر رسیږي خو کېدای شي په بېلابېلو مرباو، شربت، فرني، خوږو او د غذا خوند لپاره ور څخه کار واخیستل شي.

د ځمکني توت غذايي ارزښت

ځمکنی توت عمومآ له اوبو(91%)  او کاربوهاریډریټو(7.7%)  تشکیل شوی دی. یوازې کمه اندازه شحم(0.3%)  او پروټین(0.7%)  څخه ترکیب شوی. د ځمکني توت په یوه بشپړ پیاله کې تر 50 کمه کالوري شامله ده.

په لاندې جدول کې د ځمکني توت غذايي عناصرو په اړه معلومات ورکړل شوی دی.

عمومي معلومات

اندازه
کالوري
32
اوبه
91 %
پروټین
0.7 g
کاربوهایډریټ
7.7 g
قند
4.9 g
فایبر
2 g
شحم
0.3 g
مشبوع
0.02 g
مونوغیرمشبوع
0.04 g
پولي غیرمشبوع
0.16 g
اومیګا-3
0.07 g
اومیګا-6
0.09 g
ټرانس شحم
~

ویټامینونه

اندازه
%ورځنۍ ارزښت
ویټامین A
1 µg
0%
ویټامین C
58.8 mg
65%
ویټامین D
0 µg
~
ویټامین E
0.29 mg
2%
ویټامین K
2.2 µg
2%
ویټامین B1 (Thiamine)
0.02 mg
2%
ویټامین B2 (Riboflavin)
0.02 mg
2%
ویټامین B3 (Niacin)
0.39 mg
2%
ویټامین B5 (Panthothenic acid)
0.13 mg
3%
ویټامین B6 (Pyridoxine)
0.05 mg
4%
ویټامین B12
0 µg
~
فولاټ
24 µg
6%
کولین
5.7 mg
1%

منرالونه

اندازه
%ورځنۍ ارزښت
کلسیم
16 mg
2%
اوسپنه
0.41 mg
5%
مګنیزیم
13 mg
3%
فاسفورس
24 mg
3%
پوټاشیم
153 mg
3%
سوډیم
1 mg
0%
جست
0.14 mg
1%
مس
0.05 mg
5%
منګنیز
0.39 mg
17%
سلنیوم
0.4 µg
1%



کاربوهایډریټ

په تازه ځمکني توتانو کې د اوبو کچه ډېره لوړه ده له دې امله د کاربوهایډریټو اندازه ډېره ټیټه ده (په هره پیاله تر ۱۲ ګرامو کم کاربوهایډریټ). زیاتره کاربوهایډریټ له ساده قندونو لاسته راځي لکه ګلوکوز(glucose) ، فرکتوز(fructose)  او سکروز(sucrose)  خو په هغه کې یوه ښه اندازه فایبر هم شامل دی. د هضم وړ خالصو کاربوهایډریټو اندازه په هر 100 ګرامو ځمکني توتانو کې تر 6 ګرامو کمه ده. ځمکني توتان د ګلسمیک اینډکس(glycemic index)  40 نمره لري کوم چې نسبتآ ټیټه ده. دا په دې مانا چې ځمکني توتان د وینې شکر په لیول کې به د غټې زیاتېدنې لارښونه ونه کړي کوم چې د شکر ناروغانو لپاره بي خطره په نظر کې نیول شوی دی.

فایبر

د ځمکني توتانو کاربوهایډریټو برخه نږدې 26 سلنه د فایبر په بڼه ده. د ځمکني توتانو یوه پیاله ۳ ګرامه دواړو منحل او غیر منحل فایبر برابروي. غذايي فایبر په کولمو کې د ګټورو بکټریاوو تغذیه او د هضم روغتیا لپاره مهم دی. همدارنګه د وزن بایللو لپاره هم ګټور دی او د زیاتو ناروغیو په مخنیوی کې مرسته کولای شي.

ویټامینونه او منرالونه

هغه ویټامینونه چې پریمانه اندازه په ځمکني توتانو کې شتون لري لاندې لیسټ شوي دي.

Vitamin C ویټامین سي: ځمکني توتان د ویټامین سي یوه ستره سرچینه ده. دا یو انټي اکسیډانټ دی کوم چې د معافیت سیستم او پوستکي روغتیا لپاره مهم دی.

Manganese منګنیز: منګنیز غالبآ په ټولو غله جاتو، حبوباتو، میوه جاتو او سبزیجاتو کې په لوړه کچه موندل کیږي.

Folate (B9) فولاټ: یو له بي ویټامینو له جملې څخه دی. فولاټ د نسجونو نورمال نمو او حجرې کړنو لپاره مهم دی او همدارنګه په ځانګړې توګه د حامله ښځو او زړو لپاره مهم دی.

Potassium پوټاشیم: دا یو منرال دی چې د بدن په زیاتو ضروري کړنو کې رول لري لکه د وینې فشار تنظیمول.

په ځمکني توتانو کې تر یوې ټیټې کچې اوسپنه، مس، مګنیزیم، فاسفورس، ویټامین B6، ویټامین K، او ویټامین E هم شامل دي.

نباتي مرکبات

ځمکني توتان له انټي اکسیډانټو او نباتي مرکباتو څخه ډک دي.

Pelargonidin: دا د انتوسیانین (anthocyanin) اصلي برخه ده کوم چې د رنګ رول په غاړه لري.

Ellagic acid: په ځمکني توتانو کې په پراخه کچه موندل کیږي. Ellagic acid یو پوليفینول (polyphenol) انټي اکسیډانټ دی کوم چې ښايي د روغتیا ډېرې ګټې ولري.

Ellagitannis: Ellagitannis له ellagic acid سره تړاو لري او په کولمو کې ellagitannins پهellagic acid  بدلیږي.

Procyanidins: یو انټي اکسیډانټ دی او معمولآ د ځمکني توتانو په مغز او تخمونو کې موندل کیږي کوم چې ښايي د روغتیا ګټورې اغیزې ولري.

Anthocyanins انتوسیانین

په ځمکني توتانو کې تر ۲۵ زیات بېلابېل انتوسیانین موندل کیږي چېPelargonidin  یې تر ټولو زیات په پراخه شکل شتون لري. انتوسیانین د میوو او ګلونو روښانه رنګ رول په غاړه لري. دا معمولآ د میوو په پوستکي کې راغونډ شوي وي خو د توتانو (لکه ځمکني توتان) هم میلان کړې چې انتوسیانین په خپل مغز کې ولري. د انتوسیانین اندازه معمولآ د رنګ شدت سره متناسب ده او د میوو پخېدو سره سم په غټه کچه زیاتیږي. د انتوسیانین شتمن خواړو خوړل د ګڼ شمېر روغتیايي ګټو سره تړاو لري په ځانګړې توګه د زړه روغتیا سره.

Ellagitannins and Ellagic Acid

ځمکني توتان په دوامداره توګه د جګو فینولیک انټي اکسیډانټو ترمنځ درجه بندي شوی ده. د نورو میوو په پرتله ۲/۱۱ ځلې زیات پورته لیول ته. Ellagitannins او ellagic acid په ځمکني توتانو کې د دغه انټي اکسیډانټو لویه برخه جوړوي. دغو د پام وړ پاملرنه تر لاسه کړې ده او ګڼ شمېر روغتیايي ګټې لري. په هغه کې د بکټریاوو سره مبارزه او د سرطان په مخنیوی کې مرسته کول شامل دي. په ځمکني توتانو کې اصل ellagitnnin د  sanguiin H-6دی.

خلاصه

ځمکنی توت یوه خوندوره او روغتیايي میوه ده. په ځمکني توتانو کې کالوري ټیټه ده. د زیاتو ویټامینونو، منرالونو او نباتي مرکباتو یوه ښه سرچینه ده چې ځېنې یې پیاوړې روغتیايي اغیزې لري. روغتیايي ګټې یې شاملې دي له وینې فشار او ګلسټرول ټیټول، د التهاب کمول، روحي فشار کمول او د سرطان مخنیوی کول. سربېره پر دې چې ښايي د وینې شکر او انسولین لیول په چټک زیاتېدنې په مخنیوی کې مرسته وکړي. ځمکني توتان روغتیايي رژیم ته یوه ستره زیاتېدنه ده.

Post a Comment

0 Comments