Ad Code

Responsive Advertisement

Lemons


Lemons

لیمو Lemon  
لیمو په علمي توګه د (Citrus limon) په نامه پېژندل کیږي  او د نړۍ له زیاتو مشهورو سیټروس میوو څخه دی. لیمو په ونو کې نمو کوي او په اصل کې د سیټرون(citron)  او لایم(lime)  ترکیب(hybrid)  دی. د لیمو څخه په ډېرو طریقو خوند اخیستل کیږي خو خوند يي ډېر ترش دی معمولآ د ټولې میوې په څېر نه خوړل کیږي. سره له دې چې د لیمو یوه کوچنۍ برخه خوړل کیږي همدارنګه په خواړو کې د خوند په علاوه کولو په څېر هم کارول کیږي. لیمو جوس زیاتره د یو ترش خوند په برابرولو کې استعالیږي او د لیمونیډ(lemonade)  مشروباتو یوه مهمه اجزا هم ده. لیمو د ویټامین سي او فایبر یوه ستره سرچینه ده او همدارنګه په لیمو کې ډېر نباتي مرکبات، منرالونه او ضروري تیل شامل دي. د لیمو په خوړلو سره ښايي د زړه ناروغیو په کمولو، د سرطان او پښتورګو په تېږو کې مرسته کوي.
د لیموغذايي ارزښت
په لیمو کې د پروټین او شحم کمه اندازه شامله ده. لیمو اصلآ له کاربوهایډریټو(10%)  او اوبو(88-89%)  ترکیب شوی دی. په یو متوسطه لیمو کې یوازې نږدې 20 کالوري شامله ده.
په لاندې جدول کې د لیمو غذايي عناصرو په اړه معلومات ورکړل شوی دی.
عمومي معلومات
اندازه
کالوري
29
اوبه
89 %
پروټین
1.1 g
کاربوهایډریټ
9.3 g
قند
2.5 g
فایبر
2.8 g
شحم
0.3 g
مشبوع
0.04 g
مونوغیرمشبوع
0.01 g
پولي غیرمشبوع
0.09 g
اومیګا-3
0.03 g
اومیګا-6
0.06 g
ټرانس شحم
~
ویټامینونه
اندازه
%ورځنۍ ارزښت
ویټامین A
1 µg
0%
ویټامین C
53 mg
59%
ویټامین D
0 µg
~
ویټامین E
0.15 mg
1%
ویټامین K
0 µg
~
ویټامین B1 (تیامین)
0.04 mg
3%
ویټامین B2 (رایبوفلاوین)
0.02 mg
2%
ویټامین B3 (نیاسین)
0.1 mg
1%
ویټامین B5 (پانتوتنیک اسید)
0.19 mg
4%
ویټامین B6 (پیریډوکسین)
0.08 mg
6%
ویټامین B12
0 µg
~
فولاټ
11 µg
3%
کولین
5.1 mg
1%
منرالونه
اندازه
%ورځنۍ ارزښت
کلسیم
26 mg
3%
اوسپنه
0.6 mg
8%
مکنیزیم
8 mg
2%
فاسفورس
16 mg
2%
پوټاشیم
138 mg
3%
سوډیم
2 mg
0%
جست
0.06 mg
1%
مس
0.04 mg
4%
منګنیز
0.03 mg
1%
سلنیوم
0.4 µg
1%

کاربوهایډریټ
په لیمو کې کاربوهایډریټ اساسآ له فایبر او ساده قندونه تشکیل شوی لکه ګلوکوز(glucose) ، فرکتوز(fructose)  او سکروز(sucrose) .
فایبر Fiber
په لیمو کې عمومي فایبر د پیکټین(pectin)  په بڼه دي. منحل فایبر لکه پیکټین د قند او نشایستې د هضم په ورو کولو په واسطه کولای شي د وینې شکر لیول راټیټ کړي. غذايي فایبر د روغتیايي رژیم یوه مهمه برخه ده او ګڼ شمېر روغتیايي ګټو سره تړاو لري.
ویټامینونه او منرالونه
په لیمو کې زیات ویټامینونه او منرالونه شامل دي.
Vitamin C: ویټامین سي یو ضروري ویټامین او انټي اکسیډانټ دی. دا د هضمي سیستم او د پوستکي روغتیا لپاره مهم دی.
Potassium:
د پوټاشیم لوړ غذايي رژیم کولای شي د وینې فشار په را ټیټولو او په زړه او رګونو باندې ګټورې روغتیايي اغیزې ولري.
Vitamin B6: د ویټامینونو دا اړوند ډله د خواړو په انرژي بدلولو کې رول لري.
نباتي مرکبات
نباتي مرکبات د طبعي بیواکټیف(bioactive)  مادې دي چې په نباتاتو کې موندل کیږي ځینې يې قوي روغتیايي ګټې لري. نباتي مرکبات په لیمو او نور سیټروس میوو کې ښايي په سرطان، د زړه په ناروغیو او التهاب باندې ګټورې اغیزې ولري.
دغه د نبات اصلي مرکبات دي چې په لیمو کې موندل کیږي.
Citric acid: په لیمو کې تر ټولو زیات غضوي اسید دی او ښايي په پښتورګو کې د تیږو جوړیدو په مخنیوی کې مرسته وکړي.
Hesperidin: یو انټي اکسیډانټ دی ښايي زمونږ د وینې رګونو پیاوړې (blood vessels) کړي او د شیریانو د بندیدو (atherosclerosis) مخنیوی وکړي.
Diosmin: دا یو انټي اکسیډانټ دی چې په ځېنو درمل کې چې د وینې په دورانې سیستم اغیزه کوي کارول کیږي. او دا د رګونوعضلاتي غږ(vascular muscle tone)  اصلاح کوي او د وینې په رګونو کې مزمن التهاب کموي.
Eriocitrin: دا یو انټي اکسیډانټ دی چې د لیمو پوستکي او د لیمو په جوس کې موندل کیږي.
D-Limonene: اساسآ د لیمو په پوستکي کې موندل کیږي. دا د لیمو تېلو اصلي اجزا ده او د لیمو مشخص بوي دنده په غاړه لري. په انزوا کې ښايي د زړه سوزش په ارامتیا کې او د معدې په سوځېدلو کې مرسته کوي.
زیات نباتي مرکبات په لوړه کچه د لیمو په جوس کې نه موندل کیږي نو له دې امله دا سپارښتنه کیږي چې د اعظمي ګټې لپاره باید ټوله میوه وخوړل شي.
خلاصه
لیمو یو طراوت ورکونکې میوه ده چې معمولآ د بشپړ لیمو په شکل نه خوړل کیږي خو د یوې برخې په څېر خوړل کیږي، همدارنګه د خواړو او مشروباتو سره په علاوه کولو د یو ښه خوند لپاره کارول کیږي. لیمو د ویټامین سي، منحل فایبر او نباتي مرکباتو یوه غوره سرچینه ده چې ټول کولای شي چې روغتیايي ګټې برابرې کړي. لیمو یو روغتیايي غذا ده او خواړو ته ښه بوي او خوند ورکول یوه غوره لار ده.

Post a Comment

0 Comments