Ad Code

Responsive Advertisement

Butter


Butter

کوچ Butter

کوچ له یو زړه پورې لبني محصولاتو څخه دي کوم د غوا له شیدې جوړیږي. دغه د شیدو له غوړو څخه ترکیب کوم چې د شیدو د نورو برخو جلا شوی. یو شتمن خوند لري همدارنګه د پخلي، کلچو او د ډوډۍ سره په پراخه اندازه کارول کیږي. په تېرو څو لسیزو کې د کوچو په غیرعادلانه توګه تورنول چې کوچ لوړه اندازه مشبوع شحم(saturated fat)  درلودونکي دي او د زړه ناروغتیاوو سبب ګرځي. که څه هم د خلکو افکار او د ساینس علمي نظر اوس کرار کرار د هغې ګټې خوا ګرځېدلۍ دی او زیات خلک اوس کوچ د یو روغتیاوي خواړو په څېر ګني.

د کوچو مغذي ارزښت

کوچ په عمده توګه د شحمو ترکیب او همدارنګه د کالوري له مخې ډېر لوړ خواړه دي. په یوه قاشوغه کې 101 کالوري شامله کومه چې د یوې متوسطې کېلې سره برابره ده.

په لاندې جدول کې د کیلۍ مختلفو غذايي عناصرو په اړه معلومات ورکړل شوی دی.

عمومي معلمومات

اندازه
کالوري
717
اوبه
16 %
پروټین
0.9 g
کاربوهایډریټ
0.1 g
قند
0.1 g
فایبر
0 g
شحم
81.1 g
مشبوع
51.37 g
مونوغیر مشبوع
21.02 g
پولي غیر مشبوع
3.04 g
اومیګا-3
0.32 g
اومیګا-6
2.17 g
ټرانس شحم
3.28 g



ویټامینونه

اندازه
%ورځنۍ ارزښت
ویټامین A
684 µg
76%
ویټامین C
0 mg
~
ویټامین D
1.5 µg
30%
ویټامین E
2.32 mg
15%
ویټامین K
7 µg
6%
ویټامین B1 (تیامین)
0.01 mg
0%
ویټامین B2 (رایبوفلاوین)
0.03 mg
3%
ویټامین B3 (نیاسین)
0.04 mg
0%
ویټامین B5 (پانتوتنیک اسید)
0.11 mg
2%
ویټامین B6 (پیریډوکسین)
0 mg
0%
ویټامین B12
0.17 µg
7%
فولاټ
3 µg
1%
کولین
18.8 mg
3%

منرالونه

اندازه
%ورځنۍ ارزښت
کلسیم
24 mg
2%
اوسپنه
0.02 mg
0%
مګنیزیم
2 mg
1%
فاسفورس
24 mg
3%
پوټاشیم
24 mg
1%
سوډیم
643 mg
43%
جست
0.09 mg
1%
مس
0 mg
~
منګنیز
0 mg
~
سلنیوم
1 µg
2%



شحم په کوچو کې

په کوچو کې 80٪ شحم او پاتې نور اوبه دي. دا په اصلآ د شیدو شحمي برخه ده کومه چې له پروټینو او کاربوهایدریټو څخه جلا شوی ده. کوچ یو له زیاتو پېچلوغذايي شحمیاتو څخه دي کوم چې له 400 څخه زیات مختلف شحمي اسیدونه(fatty acids)  لري. او نږدې 70٪ پورې ډېر زیات مشبوع شحمي اسیدونه(saturated fatty acids)  او په عادلانه توګه تر 25٪ پورې مونو غیر مشبوع شحمي اسیدونه(monounsaturated fatty acids)  لري. پولي غیر مشبوع شحمونه(polyunsaturated fats)  يواځې په کمه کچه شتون لري او شاوخوا 2.3٪ پورې د شحمو مجموعي اندازه برابروي. د شحمي توکو نور ډولونه چې په کوچو کې پېدا کیږي کلسټرول(cholesterol)  او فسفولیپیډز(phospholipids)  شامل دي.

لنډ زنځیر لرونکي شحمونه

په کوچو کې شاوخوا 11٪ لنډ زنځیرلرونکي مشبوع شحمي اسیدونه دي چې له هغې معمول يې بوټیریک اسید(butyric acid)  دی. بوټيریک اسید د شخوند وهونکو څارویو لکه غوا، پسه او اوزو له شیدو شحمو یوه بې ساری برخه ده. بوټیراټ کوم چې د یو بوټیریک اسید په بڼه دی ښودل شوی چې د هضمي سیستم د التهاب په کمولو کې او د کورون ناروغي(Crohn’s disease)  د درملنې په هیڅ ور څخ کار اخیستل کیږي.

د شخوند وهونکو څارویو ټرانس شحم

په پروسس شویو خواړو کې د ټرانس شحم په بدل د لبني ټرانس شحمونه ګټور په نظر رسیږي. کوچ د لبني ټرانس شحمونو یوه شتمنه غذايي سرچينه ده چې د شخوند وهونکو ټرانس شحمونو په نوم هم یادیږي او تر ټولو معمول يې د واکسنیک اسید(vaccenic acid)  او کونجوګټیډ لینولیک اسید(conjugated linoleic acid CLA) دي. کونجوګټیډ لینولیک اسید (CLA) یو له ټرانس شحمونو کورنۍ څخه دی کوم چې له بېلا بېلو روغتیايي ګټوسره مل دي. په لابراتوار کې د حیواناتو تر مطالعې لاندې دا ښودلې ده چې کونجوګټیډ لینولیک اسید(CLA)  ښايي د خاص ډول سرطان په وړاندې ساتنه وکړي. برسېره پردې ځېنې یو شمېر اندېښنې شته د کونجوګټیډ لینولیک اسید(CLA)  بشپړ لوی مقدار کارونې سره ښايي د روغتیا په استقلاب(metabolism)  ناوړه اغیزې ولري.

خلاصه

کوچ د شیدو یو تولید دی کوم چې له شیدو غوړ څخه لاسته راځي. په عمده توګه کوچ له شحم څخه ترکیب دی خو د زیاتو ویټامینونو یوه ګټوره سرچینه هم ده په څانګړې توګه د A، E اوK2  ویټامیونو. په هر ترتیب کوچ تقریبآ سوچه غوړ دي او څانګړي توګه مغذي ندي کله چې کالوري لوړ مقدار په پام کې ونیول شي. د لوړ مشبوع شحمو مقدار له امله د علاوه وزن او د زړه ناروغيو خطرونو په زیاتېدو لپاره تورن شوی. په هر حال زیاتو مختلفو مطالعو د دې به خلاف اشاره کوي او د کوچو متوسط مصرف ښايي واقعي زیاتې روغتیاوي ګټې ولري.

Post a Comment

0 Comments