Ad Code

Responsive Advertisement

Cheese

Cheese




پوڅه (پنېر) Cheese

پنېر یو له شیدو لبنياتو دی چې په مختلفو ډولونو، رنګونو او خوندونو تولیدیږي. د تاریخ په اږدو کې پنېر د انسان د رژیم د اصلي خواړو او د خوندور خواړو په دواړوحالتو يوه مهمه برخه پاتې شوی. برسېره پر ښه خوند درلودلو سره  په ډېرو زیاتو مختلفو ویټامینونو او منرالونو کې  بډایه او د مغذي کچه لوړه ده. رنګ ښايي زیړ، سپین او شین او د کلکوالې اندازه له سخت نه  تر نرم هغه ډول پورې اړه لري.

د پنېر مغذي ارزښت

پنېر په عمده توګه له شحم او پروټین ترکیب شوی او د هغې اندازه د پنېر په ډول پورې اړه لري.

په لاندې جدول کې د هغه ټولو غذايي عناصرو چې په پنېر کې شتون لري په اړه يې معلومات ورکړل شی.

اندازه
کالوري
406
اوبه
37 %
پروټین
24 g
کاربوهایډریټ
1.3 g
قند
0.3 g
فاېبر
0 g
شحم
33.8 g
مشبوع
19.37 g
مونو غیر مشبوع
8.43 g
پولي غیر مشبوع
1.43 g
اومیګا-3
0.14 g
اومیګا-6
0.82 g
ټرانس شحم
1.18 g



ویټامینونه او منرالونه

اندازه
%ورځنۍ ارزښت
ویټامین A
263 µg
29%
ویټامین C
0 mg
~
ویټامین D
0.6 µg
12%
ویټامین E
0.78 mg
5%
ویټامین K
2.9 µg
2%
ویټامین B1 (تایمین)
0.03 mg
2%
ویټامین B2 (ریبوفلاوین)
0.43 mg
33%
ویټامین B3 (نیاسین)
0.04 mg
0%
ویټامین B5 (پانتوتنیک اسید)
0.48 mg
10%
ویټامین B6 (پیریډوکسین)
0.05 mg
4%
ویټامین B12
0.88 µg
37%
فولاټ
26 µg
7%
کولین
16.5 mg
3%



اندازه
%ورځنۍ ارزښت
کلسیم
675 mg
68%
اوسپنه
0.16 mg
2%
مګنیزیم
27 mg
7%
فاسفورس
473 mg
68%
پوټاشیم
76 mg
2%
سوډیم
644 mg
43%
جست
3.43 mg
31%
مس
0.06 mg
6%
منګنیز
0.03 mg
1%
سلنیوم
28.3 µg
51%



پروټین

پنېر د پروټین یوه ښه سرچينه ده. د پنېر په ۲۸ ګرامه ټوټه کې 6.7 ګرامه پروټین شامل دی. د پنېراکثریت پروټین د شیدو پروټین له کورنۍ پورې اړه لري کوم چې د کېسین(casein)  په نوم یادیږي. د شیدو پروټینونه د ښه کیفیت په لرلو، په ضروري امینو اسیدونو کې شتمن او په لوړه کچه د هضم قابلیت لري. کېسین د پروټینونو لویه کورنۍ په شیدو کې ده او تر ټولو زیات یې د الفا کېسین(alpha-casein)  دي. ځینې بې سارې روغتیايي اغیزې لري او ښايي د وینې فشار په راټیټولو کې او په هضمي کانال کې د منرالونو په جذب کې مرسته وکړي.

شحم

د پنېر د شحمو کچه ډېره لوړه او د پنېر مختلفو ډولونو پورې اړه لري. ښايي په کلک پنېر کې یو سلنه او په نرم پنېر کې ۳۴ سلنه یا زیات شحم شتون ولري.  د پنېرو شحم ډېر پېچلې او د سلو مختلفو شحمي اسیدونو درلودونکي دي. دغه مشبوع شحم (saturated fat) ۷۰٪ ډېر زیات دي خو یو ښاېسته اندازه د مونو غیر مشبوع شحمو(monounsaturated fat) هم برابروي.

Post a Comment

0 Comments