Ad Code

Responsive Advertisement

Peanuts


 
Peanuts


ممپلي Peanut

ممپلي د مغزبابو یوه ډول دی او په اصل کې یې منشاء له سویلي امریکا څخه ده خو نن ورځ د نړۍ په نورو سیمو کې هم کرل کیږي. ممپلي په علمي توګه دArachis hypogeal  په نامه یادیږي او همدارنګه د ورایټي له مخې په بېلابېلو نومونو هم پېژندل کیږي لکه groundnuts،earth nuts  او goobers. که څه هم ممپلي د تخنیک له مخې په مغزبابو کې نه راځي، په حقیقت کې ممپلي د حبوباتو له کورنۍ سره اړه لري او له همدې امله له لوبیا، عدس او سویا سره تړاو لري. ممپلي زیاتره وخت د مالګې سره یوځای نینې کیږي او په مصرف رسیږی خو په امریکا کې ډېر کم وخت خام هم خوړل کیږي. د ممپلیو څخه نور محصولات هم لاسته راځي لکه د ممپلیو تېل، د ممپلیو اوړه او د ممپلیو پروټین. د ممپلیو دغه محصولات په بېلابېلو خواړو، خواږو، کیک او کلچو کې کارول کیږي. ممپلي نه یوازې دا چې ښه خوند لري بلکه د پروټینو، شحمو او ګن شمېر روغتیايي غذايي عناصرو له پلوه بډایه هم ده. څېړنې ښیي چې ممپلي کېدای شي د وزن بایللو لپاره ګټور وي او د زړه او رګونو ناروغي خطر په کمولو کې تړاو ولري.

د ممپلیوغذايي ارزښت

په لاندې جدول کې د ممپلیو غذايي عناصرو په اړه معلومات ورکړل شوی دی.

عمومي معلومات

اندازه
کالوري
567
اوبه
7 %
پروټین
25.8 g
کاربوهایډریټ
16.1 g
قند
4.7 g
فایبر
8.5 g
شحم
49.2 g
مشبوع
6.28 g
مونوغیرمشبوع
24.43 g
پولی غیرمشبوع
15.56 g
اومیګا-3
0 g
اومیګا-6
15.56 g
ټرانس شحم
~

ویټامینونه

اندازه
%ورځنۍ ارزښت
ویټامین A
0 µg
~
ویټامین C
0 mg
~
ویټامین D
0 µg
~
ویټامین E
8.33 mg
56%
ویټامین K
0 µg
~
ویټامین B1 (تیامین)
0.64 mg
53%
ویټامین B2 (رایبوفلاوین)
0.14 mg
10%
ویټامین B3 (نیاسین)
12.07 mg
75%
ویټامین B5 (پانتوتنیک اسید)
1.77 mg
35%
ویټامین B6 (پیریډوکسین)
0.35 mg
27%
ویټامین B12
0 µg
~
فولیټ
240 µg
60%
کولین
52.5 mg
10%

منرالونه

اندازه
%ورځنۍ ارزښت
کلسیم
92 mg
9%
اوسپنه
4.58 mg
57%
مګنیزیم
168 mg
42%
فاسفورس
376 mg
54%
پوټاشیم
705 mg
15%
سوډیم
18 mg
1%
جست
3.27 mg
30%
مس
1.14 mg
127%
منګنیز
1.93 mg
84%
سلنیوم
7.2 µg
13%



په ممپلیو کې شحم

په ممپلیو کې د شحمو لوړه کچه شامله ده. په حقیقت کې ممپلي د تېلو دانو په څېر طبقه بندي کیږي. د نړۍ لویه کچه حاصل شوي ممپلي د ممپلیو تېلو(arachis oil)  لپاره کارول کیږي. د ممپلیو شحمو کچه له 44 – 56 سلنه چې عمدتآ له مونو او پولي غیرمشبوع شحمو او زیاتره نوره له اولیک اسید(oleic acid)  40 – 60 سلنه او لینولیک اسید(linoleic acid)  څخه جوړه شوې ده.

په ممپلیو کې پروټین

ممپلي د پروټینو یوه ښه سرچینه ده. د پروټین کچې کالوري له 22 – 30 سلنه پورې کوم چې ممپلي د نباتي پروټینو یوه بډایه سرچینه جوړوي. په ممپلیو کې ترټولو لوړه کچه پروټینarachin  اوconarachin  دي او کېدای شي په ځینو خلکو کې په جدي توګه د حساسیت او د ژوند ګواښ سبب شي.

کاربوهایډریټ

د کاربوهایډریټو کچه په ممپلیو کې ټیټه ده، په حقیقت کې د کاربوهایډریټ کچه یوازې نږدې 13-16 سلنه د مجموعي وزن جوړوي. په ممپلیو کې د کاربوهایډریټ ټیټې او د پروټیڼ، شحم او د فایبر لوړې کچې له مخې ممپلي د ګلسمیک اینډکس ډېره ټیټه نمره لري کوم چې یوه اندازه ګیري ده چې څومره ژر کاربوهایډریټ وروسته له خواړو د وینې جریان ته ننوځي. دا کار په ځانګړې توګه د شکرې ناروغانو لپاره مناسب دی.

ویټامینونه او منرالونه

ممپلي د ګڼ شمېر ویټامینونو او منرالونو یوه ستره سرچینه ده.

په ممپلیو کې دغه لاندي ویټامینونه او منرالونه په ځانګړې توګه لوړه کچه شتون لري:

Biotin بیوټین: ممپلي د بیوټین یوه بډایه سرچینه ده کوم چې په ځانګړې توګه د امیندوارۍ پر مهال مهم دی.

Copper مس: یو کمیابه غذايي منرال دی کوم چې اکثرا په غربي خواړو کې کم دی. د مسو کمښت ښايي د زړه په روغتیا ناوړه اغیزې ولري.

Niacin نیاسین: د ویټامین B3 په نامه هم پېژندل کیږي، نیاسین په بدن کې بېلابېلې مهمې کړنې لري. نیاسین د زړه ناروغي خطر په کمولو کې تړاو لري.

Folate فولیټ: د ویټامین B9 یا فولیک اسید په نامه هم پېژندل کیږي. فولیک اسید ډېرې ضروري کړنې لري او په ځانګړې توګه په امیندوارۍ کې مهم دی.

Manganese منګنیز: یو کمیابه منرال چې د څکلو په اوبو او زیاتره خواړو کې موندل کیږي.

Vitamin E ویټامین ایی: یو پیاوړې انټي اکسیډانټ چې اکثرا په شحمي خواړو کې په لوړه کچه موندل کیږي.

Thiamin تیامین: یو له بي ویټامینونو چې د ویټامین بي یو په نامه هم یادیږي. دا د بدن حجرې سره د کاربوهایډریټو په انرژي بدلولو کې مرسته کوي. دا د زړه، عضلاتو او اعصابي سیستم د کړنو لپاره ضروري دی.

Phosphorus فاسفورس: ممپلي د فاسفورس یوه ښه سرچینه ده، یو منرال کوم چې د بدن نسجونو په وده او ساتنه کې یو ضروري رول لوبوي.

Magnesium مګنیزیم: یو ضروري غذايي منرال د بېلابېلومهمو کړنو سره. باور په دې دی چې د مګنیزیم مصرفول د زړه ناروغي په وړاندې ساتنه کوي.

نباتي مرکبات

په ممپليو کې بېلابېل بایواکټیف نباتي مرکبات او انټي اکسیډانټ شامل دي. په حقیقت کې ممپلي د زیاتو میوو په څېر په انټي اکسیډانټو کې بډایه ده. اکثرا انټي اکسیډانټ د ممپلي په پوستکي کې راجمع شوي دي کوم چې په نادره توګه خوړل کیږي، یوازې د خامو ممپلیو په صورت کې. دلته مونږ به پرهغه نباتي مرکباتو چې د ممپلیو په مغز کې موندل کیږی تمرکز وکړو، کوم چې زیاتر خوړل کیږي.

یو څو د یادولو وړ نباتي مرکبات چې د ممپلیو په مغز کې موندل کیږي شامل دي:

P-Coumaric acid پي-کوماریک اسید: یو پولیفینول (polyphenol) کوم چې په ممپلیو کې یو له اصلي انټي اکسیډانټو دی.

Resveratrol رسوراټرول: یو پیاورړې انټي اکسیډانټ کوم چې ښايي د سرطان او د زړه او رګونو ناروغي خطر په کمولو کې مرسته کوي.

Isoflavones ایزوفلاون: د انټي اکسیډانټ پوليفینول له ټولګي، ترټولو عام یې جنیسټین (genistein) دی. د فیتواسټروژن په څېر طبقه بندي شوې، ایزوفلاون د بېلابېلو روغتیايي اغیزو (ښه او بد) سره تړاو لري.

Phytic acid فیتیک اسید: د نبات په تخمونو کې موندل کیږي (مغزباب شامل دي)، فیتیک اسید ښايي د اوسپنې او د جستو جذب له ممپلیو او په ورته وخت کې د نورو خوړل شوو خواړو ضعیفوي.

Phytosterols فیټوسټرول: د ممپلیو تېلو کې د فیټوسټرول پام وړ کچه شامله ده، ترټولو عام یې د بیټا- سیټوسټرول(beta-sitosterol) دی. فیټوسټرول له هضمي کانال د کولسټرول جذب ضعیفوي.

د ممپلیو روغتیايي ګټې

·         چاغوالي خطر کموي

·         د زړه ناروغي په وړاندې ساتنه کوي

·         د صفرا د تیږو خطر کموي

د ممپلیو ناوړې اغیزې

·         د افلاټوکسین مسمومیت خطر

·         د مغذي توکو جذب او غذايي ارزښت کموي

·         ممپلیو حساسیت

خلاصه

ممپلي یو له مشهورو او روغتيايي مغزبابو څخه دي. ممپلي د نباتي پروټینو یوه ستره سرچینه ده او په بېلابېلو ویټامینونو، منرالونو او نباتي مرکباتو کې لوړه کچه شامله ده. ممپلي کېدای شي د غذايي رژیم د یوې برخې په څېر د وزن په بایللو کې ګټور اوسي او د دواړو زړه ناروغي او د صفرا تیږې خطر په کمولو کې مرسته وکړي. که څه هم چې ممپلي د شحمو لوړه کچه او د لوړ مقدار کالوري خواړه دي نو باید اضافه و نه خوړل شي.

Post a Comment

0 Comments