Ad Code

Responsive Advertisement

Chili Peppers


 
Chili Peppers


ترخه مرچ یا سره مرچ Chili Pepper

ترخه مرچ دCapsicum  مرچو نباتاتو څخه دي او د خپل تریخ خوند له مخې ورته اشاره کیږي. دsolanaceae  کورنۍ ګڼ شمېر نباتات دي چې د خواږه مرچ او بانجان رومي او تر ټولو نږدې نوع یې چې په علمي توګه دCapsicum annuum  په نامه یادیږي سره تړاو لري. د ترخو مرچو ډېرې نوعې شتون لري لکهcayenne  اوjalapenos . ترخه مرچ اساسآ مصاله جاتو یا په بېلابېلو خواړو کې د اجزاوو په څېر او همدارنګه په چټني، روب او سوس کې هم کارول کیږي. ترخه مرچ معمولآ پاخه یا وچ شوي او یا هم میده شوي خوړل کیږي کوم چې دpaprika  په نامه یادیږي. کپسایسین (capsaicin) په ترخو مرچو کې یوازینې بایواکټیف(bioactive)  نباتي مرکب دی چې د یو ځانګړي تریخ خوند دنده په غاړه لري او د روغتیا لپاره زیاتې ګټې لري. ترخه مرچ په بېلابېلو رنګونو کې راځي، ترټولو عام یې شین (نابالغ) او سور رنګ دی.

د ترخو مرچو غذايي ارزښت

تازه ترخه مرچ عمدتآ له اوبو (88 سلنه) او کاربوهایډریټو (9 سلنه) څخه ترکیب شوي دي.

په لاندې جدول کې د ترخو مرچو غذايي عناصرو په اړه معلومات ورکړل شوې دی.

عمومي معلومات

اندازه
کالوري
40
اوبه
88 %
پروټین
1.9 g
کاربوهایډریټ
8.8 g
قند
5.3 g
فایبر
1.5 g
شحم
0.4 g
مشبوع
0.04 g
مونوغیرمشبوع
0.02 g
پولي غیرمشبوع
0.24 g
اومیګا-3
0.01 g
اومیګا-6
0.23 g
ټرانس شحم
~

ویټامینونه

اندازه
%ورځنۍ ارزښت
ویټامین A
48 µg
5%
ویټامین C
143.7 mg
160%
ویټامین D
0 µg
~
ویټامین E
0.69 mg
5%
ویټامین K
14 µg
12%
ویټامین B1 (تیامین)
0.07 mg
6%
ویټامین B2 (رایبوفلاوین)
0.09 mg
7%
ویټامین B3 (نیاسین)
1.24 mg
8%
ویټامین B5 (پانتوتنیک اسید)
0.2 mg
4%
ویټامین B6 (پیریډوکسین)
0.51 mg
39%
ویټامین B12
0 µg
~
فولاټ
23 µg
6%
کولین
10.9 mg
2%

منرالونه

اندازه
%ورځنۍ ارزښت
کلسیم
14 mg
1%
اوسپنه
1.03 mg
13%
مګنیزیم
23 mg
6%
فاسفورس
43 mg
6%
پوټاشیم
322 mg
7%
سوډیم
9 mg
1%
جست
0.26 mg
2%
مس
0.13 mg
14%
منګنیز
0.19 mg
8%
سلنیوم
0.5 µg
1%



ویټامینونه او منرالونه

ترخه مرچ د بېلابېلو ویټامینونو او منرالونو یو بډایه سرچینه ده. که څه هم ترخو مرچو یوازې یوه کمه کچه خوړل کیږي خو بیا هم د هرې ورځ سپارښت شوې مصرف اندازه ډېره کمه ده.

Vitamin C ویټامین سي: په ترخو مرچو کې د ویټامین سي کچه ډېره لوړه ده. ویټامین سي یو پیاوړې انټي اکسیډانټ دی او د زخم جوړېدنې او د معافیت سیستم کړنو لپاره مهم دی.

Vitamin B6 ویټامین بي شپږ: د ویټامین بي له کورنۍ کوم چې ځینې یې د انرژي میتابولیزم کې مهمې کړنې لري.

Vitamin K1 ویټامین کا یو: د فیلوکینون (phylloquinone) په نامه هم یادیږي، ویټامین کا یو د وینې لخته کېدو او د سالموهډوکو او پښتورګو لپاره ضروري دی.

Potassium پوټاشیم: یو ضروري غذايي منرال دی کوم چې په بدن کې بېلابېلې کړنې تر سره کوي. د پوټاشیم وړ اندازه ښايي د زړه ناروغي خطر کموي.

Copper مس: اکثرا په غربي خواړو وجود نه لري، مس یو ضروري نادره عنصر دی او د هډوکو پیاوړتیا او د عصبي ریشتو روغتیا لپاره مهم دی.

Vitamin A ویټامین ای: په سرو مرچو کې د بیټا کاروټین کچه لوړه ده کوم چې په بدن کې په ویټامین ای بدلیږي.

نباتي مرکبات

سره مرچ د تیز تریخ کپسایسین(capsaicin)  یوه شتمنه سرچینه ده. همدارنګه په انټي اکسیډانټو کاروټینویډو کې ډېره لوړه کچه هم لري کوم چې د ګڼ شمېر روغتیايي ګټو سره تړاو لري.

دلته په سره مرچو کې اصلي بایواکټیف نباتی مرکبات دي:

Capsanthin  کپسانتین: په سرو مرچو کې اصلي کاروټینویډ کوم چې د هغې سور رنګ دنده په غاړه لري او د مجموعي کاروټینویډ زیاتره برخه تر 50 سلنه پورې برابروي. د دې پیاوړې انټي اکسیډانټ خواص ښايي د سرطان په وړاندې عمل کوي.

Violaxanthin وایلکسانتین: په ژیړو ترخو مرچو کې عمده کاروټینویډ انټي اکسیډانټ چې د مجموعي کاروټینویډو 37 – 68 سلنه برخه جوړوي.

Lutein لوټین: په شنو (نابالغ) مرچو کې تر ټولو زیات، د مرچو په پخېدو سره د لوټین لېول کچه کمیږي. د لوټین لوړه کچه مصرف د سترګو روغتیا ودې سره تړاو لري.

Capsaicin کاپسایسین: په سرو مرچو کې تر ټولو زیات مطالعه شوې نباتي مرکبات دي. د تیز تریخ خوند او د زیات روغتیايي اغیزو دنده په غاړه لري.

Sinapic acid سیناپیک اسید: یو انټي اکسیډانټ، همدارنګه د سیناپینیک اسید (sinapinic acid) په نامه هم یادیږي. دا د یوه بالقوی روغتیايي ګټو ورایټي لري.

Ferulic acid فیرولیک اسید: د سیناپیک اسید په څېر فیرولیک اسید یو انټي اکسیډانټ دی کوم چې ښايي د ګڼ شمېر مزمن ناورغیوو په وړاندې ساتنه کې مرسته کوي.

د انټي اکسیډانټ کچه د نابالغ شنو مرچو په پرتله په پاخو سرو مرچو کې ډېره لوړه ده.

د سرو مرچو روغتیايي ګټې

·         د درد په ارامتیا کې

·         د وزن په بایللو کې

د سرو مرچو ناوړه اغیزې

·         د سوزېدلو احساس

·         د معدې درد او اسهال

خلاصه

د نړۍ په ډېرو برخو کې سره مرچ یوه مشهوره مصاله ده او د خپل تریخ تیز خوند له مخې پېژندل شوې ده. سره مرچ په ویټامینونو او منرالونو او همدارنګه په ګڼ شمېر بې سارې نباتي مرکباتو کې بډایه دي. په دې کې کپسایسین شامل دي کوم چې په خوله کې د سوزېدو احساس سبب ګرځي. کپسایسین د زیاتو روغتیايي ګټو او هدارنګه د ناوړه اغیزو سره هم تړاو لري. که چېرې په منظمه توګه مصرف شي له یوې خوا دا ښايي د وزن په بایللو او د درد په ارامتیا کې مرسته کوي. له بلې خوا د سوزېدو احساس سبب کیږي کوم چې ډېر خلکو لپاره ناوړه خوند دی په ځانګړې توګه هغه خلک چې ترخه مرچ نه کاروي. په اخیر کې د سرو مرچو کارول د مصالو په شکل ښايي ډېرو خلکو لپاره سالم وي په داسې حال کې چې څوک د معدې مشکل لري باید ورڅخه ډده وکړي.

Post a Comment

0 Comments