Ad Code

Responsive Advertisement

Persimmons



Persimmons


املوک Persimmon

املوک یوه ګرده نارنجي رنګه میوه ده. په اصل کې له چین هیواد بومي او نن ورځ د نړۍ په ګرمو سیمو کې کرل کیږي. د املوکو ګڼ شمېر بېلوبېلې نوعې موجودې دي خو تر ټولو عام ورایټي یې د اسیا یا چابان املوک دي چې په علمي توګه دDiospyros kaki  په نامه پېژندل کیږي. پاخه املوک اوبلن او خواږه وي خو شنه یا نا رسېدلي املوک ډېر تیزابي وي. په املوکو کې د ګڼ شمېر غذايي توکو او نباتي مرکباتو لوړه اندازه شامله ده او ګټورو روغتیاوو سره تړاو لري لکه د زړه او د سترګو روغتیا ښه والی. په پخو املوکو کې د رنګ کچه له روښانه ژیړ نارنجي نه تر تیز سور نارنجي پورې. املوک د اندازې له مخې هم توپیر لري خو معمولآ له 1.5 – 9 سانټي متره سور او په شکل کې ګرد دي. د املوکو ظاهري بڼه د هغې نوعې او ورایټي پورې اړه لري.

د املوک غذايي ارزښت

په هر املوک کې نږدې 118 کالوري شامله ده او هغې مجموعي ترکیب 80 سلنه له اوبو او 18.6 سلنه له کاربوهایډریټو جوړ دی. املوک همدارنګه د یو څو بېلابېلو ویټامینونو لوړه اندازه هم لري او د فایبر یو ښه سرچینه ده.

عمومي معلومات

اندازه
کالوري
70
اوبه
80 %
پروټین
0.6 g
کاربوهایډریټ
18.6 g
قند
12.5 g
فایبر
3.6 g
شحم
0.2 g
سکرایډ
0.02 g
مونوغیرسکرایډ
0.04 g
پولي غیرسکرایډ
0.04 g
اومیګا-3
0 g
اومیګا-6
0.04 g
ټرانس شحم
~

ویټامینونه

اندازه
%ورځنۍ ارزښت
ویټامین A
81 µg
9%
ویټامین C
7.5 mg
8%
ویټامین D
0 µg
~
ویټامین E
0.73 mg
5%
ویټامین K
2.6 µg
2%
ویټامین B1 (تیامین)
0.03 mg
3%
ویټامین B2 (رایبوفلاوین)
0.02 mg
2%
ویټامین B3 (نیاسین)
0.1 mg
1%
ویټامین B5 (پانتوتنیک اسید)
~
~
ویټامین B6 (پیریډوکسین)
0.1 mg
8%
ویټامین B12
0 µg
~
فولاټ
8 µg
2%
کولین
7.6 mg
1%

منرالونه

اندازه
%ورځنۍ ارزښت
کلسیم
8 mg
1%
اوسپنه
0.15 mg
2%
مګنیزیم
9 mg
2%
فاسفورس
17 mg
2%
پوټاشیم
161 mg
3%
سوډیم
1 mg
0%
جست
0.11 mg
1%
مس
0.11 mg
13%
منګنیز
0.36 mg
15%
سلنیوم
0.6 µg
1%



کاربوهایډریټ

د وزن له مخې په املوکو کې 18.6 سلنه کاربوهایډریټ شامل دي. د کاربوهایډریټ اکثریت یا 12.5 سلنه د مجوعي وزن قندونه برابروي.

فایبر

فایبر له ډېرو لارو روغتیا ته ګټه رسوي او په املوکو کې د فایبر لوړه کچه شته. هر یوه میوه 6 ګرامه لري کومه چې د هرې ورځ سپارښت شوی کچې 5/1 ده. که څه هم املوک دFODMAPs (Fermentable Oligosaccharides, Disaccarides, Monosaccharides and Polyols)  یوه لویه سرچینه هم ده، دا منحل فایبر دي او د هضمي مسایلو سبب له مخې پېژندل شوي دي. له دې امله هغه څوک چې د خیټې په پړسوب مبتلا وي باید د املوک خوړل محدود کړي.

ویټامینونه او منرالونه

املوک د زیاتو ویټامینونو او منرالونو یوه ستره سرچینه ده.

Vitamin A ویټامین ای: ویټامین ای پوستکي، غاښو او سترګو روغتیا ته وده ورکوي.

Vitamin B6 ویټامین بي شپږ: دا ویټامین د سرو حجرو په جوړولو او د وینې شکر په تنظیمولو کې مرسته کوي. همدارنګه د بدن دفاعي سیستم په روغتیا کې مهم رول هم لري.

Vitamin C ویټامین سي: دا انټي اکسیډانټ د پوستکي روغتیا ته وده ورکوي. په املوکو کې ویټامین سي ښايي اکسیډاټیو فشار هم کموي.

Vitamin E ویټامین ایی: ویټامین ايی یو انټي اکسیډانټ دی کوم چې د حجری غشا له خرابېدو ساتنه کوي.

Potassium پوټاشیم: پوټاشیم د زړه او د اعصابو کړنو لپاره حیاتي دی.

نباتي مرکبات

په املوکو کې ګڼ شمېر نباتي مرکبات شامل دي.

Zeaxanthine زیګزانتین: دا انټي اکسیډانټ زیاتو نباتاتو ته د رنګ ورکولو دنده په غاړه لري او همدارنګه د سترګو دید ته وده ورکوي.

Lutein لوټین: لوټین هم د زیګزانتین غوندې د سترګو دید لپاره ګټور دی.

Lycopene لایکوپین: دا انټي اکسیډانټ د سرو رومیانو په څېر میوو ته سور رنګ ورکوي. لایکوپین ښايي د زړه روغتیا او د پروسټېټ سرطان خطرکمولو لپاره ګټور اوسي.

Tannins ټانین: ټانین هغه څه دي چې خامو املوکو ته اسیدیت ور کوي. لوړه اندازه کېدای شي ستاسو خولې ته له تریخ خوند وروسته د وچوالي احساس درکړي.

د املوکو روغتیايي ګټې

د املوکو خوړل د زړه او سترګو روغتیا سره تړاو لري او ښايي د ویروس ضد خواص ولري.

·         د وینې کلسټرول لیول په کمولو کې رول لري.

·         د سترګو دید لپاره ډېر ګټور دی.

·         ښايي د ویروس ضد خواص لري.

جانبي عوارض

د املوکو الرژي ډېره کمه ده. په ټولیزه توګه دا میوه له هغو میوو جملې نه ده چې د سترو اغیزو سبب شي. همدارنګه دا د FODMAPs لوړه اندازه لري چې ښايي په هغو خلکو کې چې د کولمو مزمن التهاب  irritable bowel syndromeلري د هضمي ستونزو سبب شي.

خلاصه

املوک یوه تازه رنګ لرونکی میوه ده. په املوکو کې ګڼ شمېر ویټامینونه، منرالونه او نباتي مرکبات شامل دي کوم چې د زړه او د سترګو روغتیا لپاره ګټور دي. املوک کېدای شي خپله د میوې او هم په نورو خواړو کې د اجزا په څېر ور څخه خوند واخیستل شي خو پاخه املوک ډېر په مصرف رسیږي.

Post a Comment

0 Comments