Ad Code

Responsive Advertisement

ISO

ISO 


سټنډرډ نړیوال سازمانISO (the international organization for standardization)
ISO د ملي سټنډرډونو غړو (د ISO غړې) یو نړیوال فدراسیون دی. د نړیوال معیارونو د چمتو کولو کار په عادي ډول د تخنیکي کمیټو له لارې ترسره کیږي.
تاریخچه:

د ISO کیسه په کال 1946 پیل شوه څه وخت چې له 25 هیوادونو استازو په لندن ښار کې د انجینرانو په یو انسټیټوټ کې سره وکتل او فیصله یې وکړه چې د نړیوالې همغږۍ او د صنعتي معیارونو وحدت اسانتیاوو لپاره یو نوی نړیوال سازمان رامنځ ته کړي. د فبروري په 23 کال 1947 دISO  نوی سازمان په رسمي توګه خپل فعالیت پیل کړ. له هغه وروسته له 21000 څخه زیات نړیوال سټنډرډ خپاره شوي دي او نږدې د تکنالوژي او تولیدولو ټول اړخونه تر پوښښ لاندې نیسي. نن ورځ 162 هیوادونه دISO  غړیتوب لري او 3368 تخنیکي غړي د معیاري پرمختګ پاملرنه کوي. له 135 څخه زیات خلک د جنیوا سویس کې دISO  مرکزي دارالانشاء لپاره په بشپړ ډول کار کوي.


حتی د سازمان نوم سټنډرد شوی دی. دISO  نوم یو لنډیز یا مخخف نه دی خو د یوناني ژبې دisos  د یوې کلمې څخه چې د برابروالي مانا لري اخیستل شوې دی. دا نوم هر مغشوش والی له منځه وړي کوم چې دInternational Organization For Standardization  له ترجمې لپاره په بېلابېلو ژبو کې د مختلفو لنډیزونه لپاره په کار وړل کیږي.


د نړیوال سټنډرډ ګټې


نړیوال سټنډرډ زمونږ د ټولنې د ملا تیر دی، د تولیداتو او د خدماتو خوندیتوب او کیفیت ډاډ راکوي، نړیوال تجارت اسانوي او د چاپيریال ښه والی رامنځ ته کوي چېرته چې مونږ ژوند کوو.


د سټنډرډ اقتصادي ګټې


پراخو مطالعاتو او څیړنو ښودلي چې سټنډرډ سوداګرۍ او اقتصاد ته وده ورکوي.


د کاروبار لپاره


نړیوال سټنډرډونه ستراتیژیکې وسیلې دي او لارښونې یې د شرکتونو د عصري سوداکرۍ په ځینو تر ټولو زیاتو بېړني ننګونو په حل کې مرسته کوي.هغوی د سوداګرۍ عملیات د امکان حده پورې چې ګټور وي باوري کوي، د حاصلاتو په زیاتولو او نوي بازار ته د شرکتونه په لاسرسی کې مرسته کوي.


د ISO سټنډرډ سوداګرۍ سره مرسته کوي


·         د لګښتونو کمول د سیستمونو د ودې او پروسس له لارې


·         د مشتریانو رضایت زیاتوالی د خوندیتوب، کیفیت او پروسس له لارې


·         نوی بازار ته لاسرسی د محصولاتو او خدماتو د توافق باوري کولو له لارې


·         پر چاپیریال باندې د هغې اغیز کمول


د مصرفوونکو لپاره


ISO د 21000 څخه زیات سټنډرډونه لري چې د ورځني ژوند نږدې ټولې برخې لمس کوي.  کله چې تولیدات او خدمات د نړیوال سټنډرډ سره سمون ولري مصرف کوونکي کولای شي چې باور وکړي چې هغوی خونديتوب، د باور وړ او ښه کیفیت لري.


د حکومت لپاره


د ISO سټنډرډونه نړیوال مسلکي مهارتونه او تجربې رسموي او له همدې امله حکومتونو لپاره یو حیاتي سرچینه ده کله چې عامه پالیسي ته پراختیا ورکوي. ملي حکومتونه کولای شي چې دISO  سټنډرډ د عامه پالیسي ملاتړ لپاره وکاروي کوم چې یو شمېر ګټې لري چې شاملې دي:


د متخصصینونظر ترلاسه کول


د یوISO سټنډرډ له ملي مقرراتو سره ادغامول، حکومتونه کولای شي د کارپوهانو د نظر څخه بې له دې چې د هغوی خدمتونو سره په مستقیم ډول اړیکې ونیسي ګټه پورته کړي.


نړیوال تجارت پرانستل


د ISO سټنډرډونه د زیاتو حکومتونو له خوا تصویب شوي دي، له دې امله د ملي مقرراتو سره ادغامول د صادراتو او وارداتو اړتیاوې له یوې خوا نه تر نړۍ بلې خوا پورې سره یقیني کوي له همدې امله د اجناسو، خدماتو او ټکنالوژیو حرکت اسانوي.


څرنګه دISO  سټنډرډونه رامنځ ته کیږي؟


دISO  سټنډرډ د متخصصینو د یوې ډلې له خوا د تخنیکي کمیټې په چوکاټ کې رامنځ ته کیږي. کله چې یو سټنډرډ لپاره اړتیا رامنځ ته شي، دغه کارپوهان د یوې سټنډرډ په مسوده مذاکره کوي. څومره ژر چې کېدای چمتو شوې مسوده دISO  غړو سره شریکوي هغه چې د نظر او رایې لپاره غوښتل کیږي. که چېرې پر مسوده توافق رسیدلې وي دISO  سټنډرډ ګرځې که نه د تخنیکي سمونې لپاره بېرته کمیټې ته ځي.


د سټنډرډ په پرمختګ کې مهم اصول


·         دISO  سټنډرډونه په بازار کې یوې اړتیا ته ځواب وايي


·         دISO  سټنډرډونه د نړیوال کارپوهانو په اند دي


·         دISO  سټنډرډونه د څو وارې پروسس له لارې رامنځ ته کیږي


·         دISO  سټنډرډونه د یوې توافق پر بنسټ دي


Post a Comment

0 Comments