Ad Code

Responsive Advertisement

HACCP

HACCP



Hazard Analysis and Critical Control Point (HACCP)



د خطر تحلیل او د بحراني کنټرول ټکی HACCP
HACCP د 1950 په وروستیو کې د غذايي موادو پوهانو او انجینرانو د یوې ډلې په واسطه دPillsbury Company  ،Natick Research Laboratories  اوNational Aeronautics and Space Administration (NASA)  له خوا انکشاف ورکړل شو.
HACCP څه شی دی؟

HACCP په خوړو کې د خوندیتوب خطرونو خطر کمولو لپاره یو نړیوال پېژندل شوې سیستم دی. HACCP د خوړو خوندیتوب مدیریت سیستم یو مخنیوی کوونکی دی، په کوم چې د تولید، زېرمه کولو او د یوغذايي محصول وېش په هره مرحله کې د مایکروبیولوژیکي، فزیکي او کیمیاوي خطرونو لپاره تحلیل کیږي. هر شرکت چې په تولید، پروسس یا د خوراکي توکو بسته کول په کې شامل وی کولای شي چې د خپل تولید د خوړو خوندیتوب خطرونو کمولو یا له منځه وړلو لپاره لهHACCP  څخه کار واخلي.

ولېHACCP  کارول کیږي؟

د خوراکي توکو زېږنده ناروغي پوهاوی د زاتیدو په حال ده او اندېښنې په ټول صنعت کې دHACCP  کارول او د HACCP لاندې تصدیق ورکوونکي پروګرامونه په چټکه کړي دي.

HACCP د اوو اصولو پر بنسټ دی:

1.       د خطر تحلیل ترسره کول

2.       د بحراني کنټرول ټکي په ګوته کول

3.       بحراني حدونه رامنځ ته کول

4.       د څارنې طرزالعلونه را منځ ته کول

5.       اصلاحي اقدامات رامنځ ته کول

6.       د اسنادو د ساتنې طرزالعملونه رامنځ ته کول

7.       د تایید طرزالعملونه رامنځ ته کول

د HACCP د تصدیق ګټې څه دي؟

·         په نړیواله کچه د خوړو خوندیتوب خطر کنټرول تطبیقول

·         د خوراکي توکو خوندیتوب تعهد څرګندول

·         تولیدوونکو، سهم لرونکو او عرضه کوونکو ته په کنټرول کې ډاډ ورکول

·         HACCP له ISO 22000 د خوړو خوندیتوب مدیریت سیستم سره یوځای راوړل

·         په اغېزمن ډول د ټولې عرضې زنځیر له خوا د خوړو خوندیتوب خطرونه اداره کول

·         په اغېزمن ډول پاتې کېدو لپاره په دوامداره توګه غور او د سیستم اصلاح کول


Post a Comment

0 Comments