Ad Code

Responsive Advertisement

Apples



Apples

مڼې Apples

مڼې په نړۍ کې د مشهورو میوو ډولونو څخه دي. مڼې په اصل کې له مرکزي اسیا او د (Malus domestica) ونو څخه دي همدارنګه په ټوله نړۍ کې کرل کيږي. په مڼو کې د فایبر، ویټامین سي او انټي اکسیډنټ(antioxidants)  لوړه کچه شتون لري او مطالعات ښايې چې د مڼو خوړولو سره به روغتیا څو برابره ګټې ولري. مڼې یو خاص خوند درلودونکي دي او معمولآ خامې خوړل کیږي خو مڼې همدارنګه د نورو مختلفو غذاوو سره یوځای هم کارول کیږي. د ورایټو بېلابېل رنګونو او اندازې سره په مڼو کې ډېر زیات مختلف ډولونه شتون لري.

د مڼې غذايي ارزښت

په یوه متوسطه اندازه مڼه کې یوازې ۹۵ کالوري شامله ده چې زیاتره انرژي يي له کاربوهایدریټ څخه لاسته راځي.

په لاندې جدول کې د مڼې غذايي عناصرو په اړه معلومات ورکړل شوی دی.

عمومي معلومات

اندازه
کالوري
52
اوبه
86 %
پروټین
0.3 g
کاربوهایدریټ
13.8 g
قند
10.4 g
فایبر
2.4 g
شحم
0.2 g
مشبوع
0.03 g
مونوغیرمشبوع
0.01 g
پولي غیرمشبوع
0.05 g
اومیګا-3
0.01 g
اومیګا-6
0.04 g
ټرانس شحم
0 g

ویټامیونه

اندازه
%ورځنۍ ارزښت
ویټامین A
3 µg
0%
ویټامین C
4.6 mg
5%
ویټامین D
~
~
ویټامین E
0.18 mg
1%
ویټامین K
2.2 µg
2%
ویټامین B1 (تیامین)
0.02 mg
1%
ویټامین B2 (رایبوفلاوین)
0.03 mg
2%
ویټامین B3 (نیاسین)
0.09 mg
1%
ویټامین B5 (پانتوتنیک اسید)
0.06 mg
1%
ویټامین Vitamin B6 (پیریډوکسین)
0.04 mg
3%
ویټامین B12
0 µg
~
فولاټ
3 µg
1%
کولین
3.4 mg
1%

منرالونه

اندازه
%ورځنۍ ارښت
کلسیم
6 mg
1%
اوسپنه
0.12 mg
2%
مګنیزیم
5 mg
1%
فاسفورس
11 mg
2%
پوټاشیم
107 mg
2%
سوډیم
1 mg
0%
جست
0.04 mg
0%
مس
0.03 mg
3%
منګنیز
0.04 mg
2%
سلنیوم
0 µg
~



په مڼه کې کاربوهایدریټ

مڼې په عمده توګه له کاربوهایدریټو او اوبو تشکیل شوي او په ساده قندونو کې شتمن دي لکه فرکتوز(fructose) ، سکروز(sucrose)  او ګلوکوز(glucose) . سربېره د کاربوهایدریټو او قندونو لوړه کچه د ګلسمیک اینډکس(glycemic index) درجه ټیټه له ۲۹-۴۴ پورې ده. ګلسمیک اینډکس یوه اندازه ګیري ده چې څرنګه وروسته له خوراکه د خواړو اغیزه په وینې شکر لیول کې لوړیږي. ټیټه شمېره له مختلفو ګټورو روغتیاو سره تړلې ده. په ګلسمیک اینډکس کې د لوړ فایبر له وجې میوې زیاتره ټيټې نمرې لرونکې دي او پوليفینول(polyphenol)  اندازه د کاربوهایدریټوهضم په راټیټولو کې مرسته کوي.

فایبر Fiber

مڼه په فایبر کې ډېر شتمنه ده. یوه متوسطه دانه مڼه کې نږدې ۴ ګرامه فایبر شامل دی او د هره ورځې لپاره نږدې ۱۷ سلنه فایبر سپارښتنه شوی ده. د فایبر برخه يې له دواړو منحل(soluble)  او غیرمنحل(insoluble)  فایبر څخه جوړه شوی ده چې د پکټین(pectin)  په نامه یادیږي. منحل فایبر په روغتیا کې له زیاتو ګټورو اغیزو پورې تړلې ده او یوه برخه يې په کولمو کې د ګټورو بکتریاوو باندې د اغیزو پواسطه منځګړیتوب کوي. ښايي فایبرهم د مړښت په اصلاح او د وزن په بایللو کې مرسته وکړي په داسې حال کې د وینې شکر لیول په کمېدو او هضمي سیستم کړنې اصلاح کوي.

خلاصه

مڼه د نړۍ د نورو مشهورو میوو ترمنځ یوه ګټوره او خوندوره میوه ده. که څه هم مڼه په ځانګړې توګه په ویټامینونو او منرالونو کې شتمنه نده خو د فایبر او ډېرو زیاتړ انټي اکسیډانټو یوه ښه سرچینه ده. د مڼې په منظمه توګه مصرف کیدای شي د زړه روغتیا په ښه والي او د سرطان او شکر خطرونو له منځه یوسي. هم د وزن په بایللو کې یو ګټور رژیم په توګه اوسي. که تاسې غواړئ روغ او سالم خواړه وخورئ نو مڼه يو ښه انتخاب دی.

Post a Comment

0 Comments