Ad Code

Responsive Advertisement

Tomatoes



Tomatoes


سره بانجڼ (سره رومیان) Tomatoes

سره بانجڼ چې علمي نوم يې سولانوم لایکوپرسیکم(solanum lycopersicum) ، سولاناسي(solanaceae)  له کورنۍ او د جنوبي امریکا بومي دی. سره له تخنیکي پلوه سره بانجڼ یوه میوه ده خو په عمومي توګه د یو سبزی غوندې کټګوري شوی ده. سره بانجڼ د انټي اکسیدنټ لایکپین(antioxidant lycopene)  یوه ستره سرچینه ده کوم چې له ډېرو ګټورو روغتیاو سره تړاو لري، چې په هغې کې د زړه ناروغیو او سرطان خطر کمېدل شامل دي. سره بانجڼ د ویټامین سي(vitamin C) ، پوټاشیم(potassium) ، فولاټ(folate)  او ویټامین کا(vitamin K)  یوه ستره سرچینه هم ده. بانجڼ معمولآ سره وي کله پخه شي خو کیدای شي په بېلابېلو نوعو رنګونو کې اوسي چې ژیړ، شین او ارغواني شامل دی. سره بانجڼ له مختلفو شګلونو او خوندونو سره ډېرې زیاتې فرعي نوعې وجود لري.

د سره بانجڼو غذايي ارزښت

د سرو بانجڼو برخه شاوخوا ۹۵ سلنه اوبه لري او نوره ۵ سلنه په عمده توګه له کاربوهایدریټو او فایبرو تشکیل شوی ده. په یوه متوسطه دانه بانجڼ رومي(123 grams)  کې یوازې ۲۲ کالوري شامله ده.

په لاندې جدول کې د سرو بانجڼو په غذايي عناصرو په اړه معلومات ورکړل شوی دی.

عمومي معلومات

اندازه
کالوري
18
اوبه
95 %
پروټین
0.9 g
کاربوهایدریټ
3.9 g
قند
2.6 g
فایبر
1.2 g
شحم
0.2 g
مشبوع
0.03 g
مونوغیرمشبوع
0.03 g
پولي غیرمشبوع
0.08 g
اومیګا-3
0 g
اومیګا-6
0.08 g
ټرانس شحم
~

ویټامیونه

اندازه
%ورځنۍ ارزښت
ویټامین A
42 µg
5%
ویټامین C
13.7 mg
15%
ویټامین D
0 µg
~
ویټامین E
0.54 mg
4%
ویټامین K
7.9 µg
7%
ویټامین B1 (تیامین)
0.04 mg
3%
ویټامین B2 (رایبوفلاوین)
0.02 mg
1%
ویټامین B3 (نیاسین)
0.59 mg
4%
ویټامین B5 (پانتوتنیک اسید)
0.09 mg
2%
ویټامین B6 (پیریډوکسین)
0.08 mg
6%
ویټامین B12
0 µg
~
فولاټ
15 µg
4%
کولین
6.7 mg
1%

منرالونه

اندازه
%ورځنۍ ارزښت
کلسیم
10 mg
1%
اوسپنه
0.27 mg
3%
مګنیزیم
11 mg
3%
فاسفورس
24 mg
3%
پوټاشیم
237 mg
5%
سوډیم
5 mg
0%
جست
0.17 mg
2%
مس
0.06 mg
7%
منګنیز
0.11 mg
5%
سلنیوم
0 µg
~



کاربوهایدریټ

د خام بانجڼ رومي ۴ سلنه کاربوهایدریټ جوړوي کومه چې یو متوسط بانجڼ رومي(123 grams)  له کاربوهایدریټو ۵ ګرامه اندازې څخه کم دی. ساده قندونه لکه ګلوکوز(glucose)  او فرکتوز(fructose)  نږدې ۷۰ سلنه د کاربوهایدریټو برخه جوړوي.

فایبر

بانجڼ رومي د فایبر یوه ښه سرچینه ده کوم چې په متوسطه بانجڼ رومي کې شاوخوا 1.5 ګرامه برابروي. زیاتره فایبر په بانجڼ رومي کې د غیر منحل فایبر په بڼه دی لکه هیمي سلولوز(hemicelluloses) ، سلولوز(cellulose)  او لیګنین(lignin) .

نباتي مرکبات

د ویټامینونو او نباتي مرکبونو کچه کېدای شي د بانجڼ د ورایټو او نمونو ګیری دورو ترمنځ غټ توپير اوسي.

لایکوپین(Lycopene)  یوه سره رنګې ماده او انټي اکسیډانټ دی کوم چې په پراخه توګه د خپل ګټورو روغتیايي اغیزو لپاره مطالعه شوي.

بیټا کاروټین(Beta-Carotene)  یو ژیړ رنګه اکسیډانټ دی کوم چې په بدن کې په ویټامین ای(vitamin A)  بدل شوی دی.

نارینګنین(Naringenin)  د بانجڼ په پستکي کې موندل کیږي. فلاونیډ(flavonoid)  ښودلې چې التهاب په کمولو او په موږکانو کې د بېلابېلو ناروغیو په وړاندې ساتنه کوي.

کلوروژنیک اسید(Chlorogenic acid)  یو پیاوړې انټي اکسیډانټ دی کوم چې کېدای شي په لوړ فشار لرونکو ناروغانو کې د وینې فشار راټیټ کړي.

کلوروفیل (Chlorophylls)او کاروټینویډ(Carotenoids)  د بانجڼو رنګ په غاړه لري. ګله چې د پخیدو پروسسه پیل شي د کلوروفیل (شین) په تخریبدو(degraded)  او کاروټینویډ (سور)  په جوړیدو(synthesized) شروع کوي.

خلاصه

سره بانجڼ نرم اوبه لرونکي، خواږه او د انټي اکسیډانټو څخه ډک دي ښايي چې د زیاتو ناروغیو په مبارزه کې مرسته وکړي. په ځانګړې توګه په بانجڼ رومي کې د لایکوپین(lycopene)  اندازه لوړه ده. دا یو نباتي مرکب دی چې د زړه ناروغیو په ښه والي، سرطان مخنیوی او د لمر سوځېدنې(sunburns)  وړاندې ساتنې سره تړاو لري. بانجڼ رومي کیدای شي د روغتیایي رژیم یوه ارزښتناکه برخه اوسي.

Post a Comment

0 Comments