Ad Code

Responsive Advertisement

Food Quality Control

Food Quality Control

د غذايي موادو کنټرول او کیفیت تعریفونه
غذايي مواد: عبارت له حیواني غذايي، نباتي او معدني محصولاتو دي کوم چې د مغذي موادو لرونکي وي او د انسان تغذې لپاره ور څخه ګټه اخیستل کیږي.
زراعتي محصولات: تازه مواد یا پروسس شوي نباتات یا حیوانات چې د انسان غذا په حیث او یا د خامو صنعتي موادو په ډول استعمالیږي.
زراعتي مواد: هر ډول مواد چې د زراعتي تولید لپاره، د زراعتي تولیداتو سطح پورته کول او د حیواني او نباتي تاوانونو او زیانونو د مخنیوي لپاره  په کار وړل کیږي.
کیفیت: د اجناسو یا د خدماتو مشخصات او توصیفو مجموعه ده چې د هغې د استفادې مقصدونه د منلو وړ په اندازه او د ملي او نړیوال معیارونو مطابق وړاندې کړي.
د کیفیت کنټرول: منظمه رسېدنه او د اطمینان کار له دې چې او د خوښې وړ ټول خدمتونو مشخصات او صفتونه د منلو وړ په اندازه او د ملی او نړیوال مطابق معیارونه ولري.
ستنډرډ: د خدماتي محصولاتو او د زراعتي موادو خصوصیاتو مجموعه ده چې د ښه تولیداتو په منظور، د وارداتو او صادراتو د ملی او نړیوال معیارونو تطبیق په کې وضع کیږي.
سرټیفیکیټ: له یو معتبر سند څخه عبارت دی چې د یو جنس ټول ضروري مشخصات له تولیدي او غذايي صفتونو، روغتیا والی، مصؤن والی د عامې روغتیا او د محیط ساتنې لپاره، بې له ناروغیو او د ساري ناروغیو عواملو، د تولید تاریخ او انقضا راښايي.
د آفات ضد مواد:  له کیمیاوي موادو عبارت دي چې د آفاتو او نباتي ناروغیوو په وړاندې د کنټرول او مجادلې لپاره په کار وړل کیږي.
اضطراري حالت: عبارت له هغه حالت دی چې په هغه کې پراخ او لوی زراعتي فارمونو، حیواني او حیواني محصولاتو خطر د لمس وړ وي.
سړه خونه: عبارت له هغو جوړښتونو دی چې د حرارت درجه د کنټرول وړ وي او د غذايي موادو، د زراعتي موادو او نورو محصولاتو د ساتنې او د ذخیرې په موخه کارول کیږي.
د خطر تحلیل او کنټرولHazard Analysis Critical Control Point (HACCP)
د خطر تحلیل او کنټرول لپاره یو منل شوې نړیوال سیستم دی.
ڼړیوال سټنډر‌ډ اداره International Standards Organization (ISO)
د تشخیص او د سټنډرډ تایید په برخه کې یو منل شوې نړیواله اداره ده.
د غذايي کوډیکس کمیسیون Codex Alimentary Commission (CAC)
د ملل متحد ادارې یو نړیوال کمیسیون دی چې د نړیوالې روغتیايي ادارېWorld Health Organization (WHO)  او د خواړو او زراعت نړیوالې ادارېFood and Agriculture Organization (FAO)  له خوا تاسیس شوې دی. د غذايي کوډیکس کمیسیون عمده موخې لارښونې او د جزياتو او تدوین توسعه او د غذايي مواد لپاره لازم شرایط د مساعدت په منظور د هماهنګې په خاطر نړیوالی سوداګرې وه. د دې اصلي او اساسي مرام د مصرف کوونکو حمایت او د روغتیا ساتنه ده او د خوراکې موادو لپاره یوه نسبتآ ښه فضا رامنځ ته کول دي.
لاټLot : له یو مقدار محصول نه عبارت دی چې د تولید منشاء، سایز او د لاټ شمېره د تفکیک وړ اوسي او یو دفعه له تولید محل نه و لېږدول شي.
ملي سټنډرډ: له سټنډرډ نه عبارت دی چې په هر نوع محصول یا پروسس په رابطه کې، د مدیریت سیستمونه یا برابر شوي خدمتونه او کیفیت ښکاره کوونکي،  د خوندیتوب او دغه نوعو محصولاتو مشخصات یا پروسس، سیستمونه او خدمتونه او د هیواد نور ملي سټنډرد په کې شامل وي چې د افغانستان سټنډرد ملي ادارې په واسطه تطبیق او منل شوي یا د منلو وړ وي.
مارک: یو شامله آله، نښان، سودا ګریزه علامه، لېبل، ټیکټ، ښکاره کوونکی انځور، نوم، امضا، کلمه، توری، شمېره یا هر هغه څه چې د دې په منظور په کار وړل کیږي دي.

Post a Comment

0 Comments