Ad Code

Responsive Advertisement

Antioxidants


Antioxidants

انټي اکسیډانټAntioxidant

انټي اکسیډانټ څه شی دی؟

انټي اکسیډانټ انسان لاس جوړ یا طبیعي مواد دي کوم چې د ځینو حجرو ډولونو خرابوالی ښايي مخنیوی یا وځنډوي. انټي اکسیډانټ په زیاتو خواړو کې موندل کیږي لکه میوې او سابه. همدارنګه د علاوه کوونکي غذايي رژیم په څېر هم شتون لري.

انټي اکسیډانټ بدن له خرابېدو ساتي کوم چې د ناوړه مالیکول چې د آزاد راډیکال(free radicals)  په نامه یادیږي سبب کیږي. زیات شمېر کارپوهان په دې باور دي چې دا خرابوالی د وینې رګونو په ناروغیوو، سرطان او د نورو شرایطو په پراختیا کې یو عامل دی.

د انټي اکسیډانټ بېلګې په لاندې ډول دي:

·         بیټا- کروټین(Beta-carotene)

·         لوټین(Lutein)

·         لایکوپین(Lycopene)

·         سلنیوم(Selenium)

·         ویټامین ای(Vitamin A)

·         ویټامین سي(Vitamin C)

·         ویټامین ايی(Vitamin E)

سابه او میوې د انټي اکسیډانټو شتمنه سرچینه ده. ښه شواهد موجود دي چې د ډېرو سابو او میوو غذايي رژیم خوړل د روغتیا او د ځانګړو ناروغیوو خطر ټیټوي. خو دا لا څرګنده نه ده چې آیا دا د انټي اکسیډانټ له امله، په خواړو کې کوم نور څه یا نور لاملونه شته دی.

انټي اکسیډانټ د څه لپاره کارول کیږي؟

انټي اکسیډانټ ښايي د ځینو طبي شرایطو په مدیریت یا مخنیوی کې لکه ځینې سرطانونه، الزایمر ناروغي او د مفصلونو اړوند شرایطو کې یو رول لوبوي.

آیا انټي اکسیډانټ بې خطره دي؟

تر دې دمه چې څومره مطالعې شوي دي، دا غوره ده چې انټي اکسیډانټ له علاوه کوونکو خواړه(supplement)  په پرتله له میوو او سابو ترلاسه شي کوم چې د غذايي موادو څخه شتمن دي. علاوه کوونکي خواړه په لوړه کچه کېدای شي ناوړه اغیزې ولري. هیڅ یو انټي اکسیډانت یوازې کولای شي د بدن ساتنه وکړي. اکثرا خلک باید هر ورځ تر 7 – 10 پورې میوې او سابو مصرف کړي.

ټول ژوندي اجسام د میتابولیکې کړنې لپاره اکسیجن مصرفوي او د خپل بقا لپاره غذايي مواد کاروي چې انرژي تولید کړي. اکسیجن ژوند لپاره یو حیاتي ترکیب دی. اکسیجن کیمیاوي تعاملات هڅوي چې شحمونه، پروټینونه او کاربوهایډریټ میتابولیکې پروسسې لاندې راوړي چې انرژي تولید کړي.

د اکسیجن تیاره اړخ

په داسې حال چې اکسیجن د ژوند تر ټولو اساسي برخه ده، دا هم د یوې تورې دوه څنډې دي. اکسیجن یو زیات غبرګون قبلوونکی اتوم دی کوم چې د تبدیلیدو قادر دی چې خراب شوي مالیکول یوې قوي برخه شي چې په عام شکل د آزاد راډیکال په نامه یادیږي.

آزاد راډیکالFree Radicals


آزاد راډیکال یو اتوم یا مالیکول دی چې لږ تر لږه له یو نه یوځای شوي الکټرون جوړې سره، په ځانګړي ډول د نورو اتومونه یا ګروپ اتومونو سره غبرګون وښايي. که چېرې په بدن کې آزاد راډیکال د ځانګړي کیمیاوي موادو سره غبرګون وښايي، هغه ښايي د حجرو په وړتیا په عادې کړنو کې لاسوهنه وکړي.


دغه آزاد راډیکال د دې توانايي لري چې د بدن په روغتیايي حجرو حمله وکړي. دا ښايي چې د خرابېدو، د ناروغي او د سختو بې نظمیو لامل شي. د آزاد راډیکال په واسطه د حجرې خرابېدو سبب کیږي زوړوالی یو له دې اصلي لامل دی او ناروغي لکه:


·         سرطان


·         د زړه ناروغي


·         د دماغ کړنو کمېدنه


·         د بدن معافیت سیستم کمېدنه  


په ټولیزه توګه، په پتوجنیزس(pathogenesis)  کې د آزاد راډیکال لږ تر لږه 50 ناروغې شاملې دي.


د آزاد راډیکال کنټرول


په عادي شکل د آزاد راډیکال جوړېدنې کنټرول په طبیعې ډول په بېلابېلو مرکباتو په واسطه کیږي چې د انټي اکسیډانټ په نامه یادیږي. څه وخت چې د دغه انټي اکسیډانټو کمښت خرابوالی د آزاد راډیکال له امله شتون ولري کولای شي په لوړه کچه او ضعیف کوونکی اوسي. مخکې له دې چې آزاد راډیکال پر حجرو برید وکړي، انټي اکسیډانټ د دې توانايي لري چې معلوم یا غیرفعال یې کړي.



Post a Comment

0 Comments