Ad Code

Responsive Advertisement

Food additives


Food Additives


د غذايي موادو علاوه کوونکيFood additives


یو غذايي علاوه کوونکی څه شی دی؟


یو کیمیاوي توکی د یو مشخص خواړو د یوې مشخصې وجې لپاره د پروسس یا د ذخیرې په مهال د کوم خواړو په ځانګړتیاوو یا د خواړو پر يوې برخې باندې اغیزه وکړي د غذايي موادو علاوه کوونکی په نامه یادیږي.


یو غذايي علاوه کوونکي هر هغه کیمیاوي مواد دي چې د خواړو د چمتوکولو یا زیرمه کولو په مهال او یا د خواړو د یوې برخې ګرځېدو یا د یوې ځانګړې تخنیکي اغیز د رسیدو په موخه پر خپلو ځانګړنو اغیزه کوي.


مستقیم غذايي علاوه کوونکي اکثرا د پروسس پر مهال ورعلاوه کیږي:


·         غذايي مواد علاوه کوي


·         د خواړو پروسس کولو یا د چمتوکولو کې مرسته کوي


·         تولید تازه ساتي


·         خواړه نور زړه پورې کوي


مستقیم غذايي علاوه کوونکي ښايي د انسان په لاس جوړ یا طبیعي اوسي.


طبیعي غذايي علاوه کوونکي شامل دي:


·         بوټي یا مصاله جات چې خواړو ته علاوه کیږي


·         سرکه د اچار جوړولو لپاره


·         مالګه د غوښې ساتنې لپاره


غیرمستقیم غذايي علاوه کوونکي هغه مواد دي چې ښايي د خواړو پر جریان کې یا وروسته له پروسسې موندل کیږي. دغه په خواړو کې د استعمال یا د هغې پر ځای په موخه نه کارول کیږي. دغه غذايي علاوه کوونکي په کمه کچه په وروستنی تولید کې شتون لري.


کړنه


غذايي علاوه کوونکي پنځه اصلي کړنې کاروي.


1.       خواړو ته یو نرم او ثابت ترکیب وربښي:


·         ایمولسیفیر د مایع تولیدات له جدا کېدو مخنیوی کوي


·         ثابت او ټینګوونکي حتی یو ترکیب برابروي


·         د کیک ضد مواد ته اجازه ورکوي چې په ازادانه شکل بهیر پېدا کړي


2.       د غذايي موادو ارزښت ساتل او وده ورکول


3.       د خواړو روغتیايي ساتنه کول


4.       د خواړو اسید توازن کنټرولول او تخمر برابرول


5.       د خواړو رنګ بربرول او خوند زیاتول


ناوړه اغیزې


ترټولو زیاتې اندیښنې چې د غذايي علاوه کوونکي په اړه دي د انسان په لاس جوړ شوي اجزاوې دي کوم چې د خواړو سره علاوه کیږي. ځینې له هغې دلته دي:


·         انټي بیوټیک(antibiotics)  چې خواړو تولیدونکي حیواناتو ته ورکول کیږي لکه چرګان او غواګانې


·         انټي اکسیډانټ(antioxidants)  په غوړیو او شحمي خواړو کې


·         مصنوعي خوږوونکي(sweetners) لکه aspartame، saccharine اوsodium cyclamate


·         بنزویک اسید(benzoic)  د میوو په جوس کې


·         لسیتین(lecithin) ، جلاټین، جوارو نشایسته، موم، او پروپیلن ګلیکول په استلابلایزر او امولسیفایر خواړو کې


·         زیات بېلابېل رنګونه او رنګ ورکوونکي مواد


·         مونوسیوډیم ګلوټاړیټ(Monosodium glutamate- MSG)


·         نایټریټ(Nitrates)  او نیټریټ(Nitrites)  په پروسس شوو غوښو تولید کې


·         سلفیټ(Sulfites)  په بیر، شراب او بسته شوي سابو کې

Post a Comment

0 Comments