Ad Code

Responsive Advertisement

Corn


Corn
جوار Corn (Maize)

جوار په نړۍ کې یو له مشهورو غلاجاتو دانو څخه دي. دا د مرکزی امریکا بومي او دا تخمي نبات د واښو له کورنۍ څخه دی خو بې شمېره نوعې په ټوله نړۍ کې کرل کیږي. پاپ کورن(popcorn)  او سویټ کورن(sweet corn)  په عمومي توګه له خوړولو له ورایټیوڅخه دي خو د چاڼ شوي جوارو تولیدات هم په پراخه کچه مصرفیږي او همدارنګه ډېر وخت په خواړو کې د اجزاوو په توګه. دا شامل دي له ټورټیلاس(tortillas) ، کورن میل(cornmeal) ، کورن فلور(corn flour) ، کورن سیرپ(corn syrup)  او کورن ایل(corn oil) . ټول جوار غلې د نورو غلاجاتو په څېر ګټور دي. جوار د فاېبر، زیاتو ویټامینونو، منرالونو، او انټي اکسیډنټ(antioxidants)  له مخې شتمن دي. جوار په خاصه توګه زیړ خو په نور ورایټیو کې په نورو نګونو هم موندل کیږي لکه سور، بانجاني، اسماني، سپین او تور.

د جوارو غذايي ارزښت

د اوبو په بیلا بیل مقدار په درلودلو سره جوار په اساسآ له کاربوهایدریټ او کمه اندازه د پروټین او شحم څخه ترکیب شوی.

په لاندې جدول کې د جوارو غذايي عناصرو په اړه مفصل معلومات ورکړل شوی.

عمومي معلومات

اندازه
کالوري
96
اوبه
73 %
پروټین
3.4 g
کاربوهایډریټ
21 g
قند
4.5 g
فایبر
2.4 g
شحم
1.5 g
مشبوع
0.2 g
مونو غیر مشبوع
0.37 g
پولي غیر مشبوع
0.6 g
اومیګا-3
0.02 g
اومیګا-6
0.59 g
ټرانس شحم
~



ویټامینونه

اندازه
%ورځنۍ ارزښت
ویټامین A
13 µg
1%
ویټامین C
5.5 mg
6%
ویټامین D
0 µg
~
ویټامین E
0.09 mg
1%
ویټامین K
0.4 µg
0%
ویټامین B1 (تیامین)
0.09 mg
8%
ویټامین B2 (رایبوفلاوین)
0.06 mg
4%
 ویټامینB3 (نیاسین)
1.68 mg
11%
ویټامین B5 (پانتوتنیک اسید)
0.79 mg
16%
ویټامین B6 (پیریډوکسین)
0.14 mg
11%
ویټامین B12
0 µg
~
فولاټ
23 µg
6%
کولین
29.1 mg
5%

منرالونه

اندازه
%ورځنۍ ارزښت
کلسیم
3 mg
0%
اوسپنه
0.45 mg
6%
مګنیزیم
26 mg
7%
فاسفورس
77 mg
11%
پوټاشیم
218 mg
5%
سوډیم
1 mg
0%
جست
0.62 mg
6%
مس
0.05 mg
5%
منګنیز
0.17 mg
7%
سلنیوم
0.2 µg
0%



کاربوهایدریټ

د ټولو غلو دانو په څېر جوار په لمړني شکل له کاربوهایدریټ څخه ترکیب شوي دي.نشایسته د کاربوهایدریټو عمده ډول چې په جوارو کې موندل کیږي او له 28 – 80%  پورې وچ وزن جوړوي. جوار یوه کمه اندازه(1 – 3%)  پورې شکر هم لري. خواږه جوار د شوګر کورن(sugar corn)  په نامه هم یادیږي په ځانګړي توګه کم نشایسته(28%)  لرونکي ورایټي د لوړشکر(18%)  اندازې سره چې زیاتره یې سکروز(sucrose)  ده. ګلسمیک اینډکس(glycemic index)  یوه اندازه ده چې څرنګه ژر کاربوهایدریټ هضمیږي. هغه خواړه چې درجه یې په دغه اینډکس کې لوړه ده ښايي چې د وینې په شکر کې د غیر روغتیا لوړیدنې سبب شي. سره له دې چې د خواږو جوارو شکر اندازه له لوړو ګلسمیک خواړو څخه نده خو د ګلسمیک اینډکس په ټیټ یا متوسط درجه کې راځي.

فاېبر

په جوار کې فاېبر په عادلانه توګه شتون لري. ۱۱۲ ګرامه پولی (نېنې) کې تقریبآ ۱۶ ګرامه فاېبر شتون لري. د جوارو په بیلابیل ډولونو کې د فاېبر اندازه توپیر لري خو عمومي توګه د 9 – 15 ٪ په شاوخوا کې ده. په جوارو کې د ټولو زیاتو فاېبرو له جملې څخه د فاېبرغیر منحل(insoluble fiber)  ډول دی لکه هیمي سلولوز(hemicellulose) ، سلولوز(cellulose)  او لګنین(lignin) .

د جوارو پروټین

جوار د پروټین یوه مناسبه سرچینه ده. پروټین کچه د جوارو ورایټې له مخې له 10 – 15 ٪ پورې ده.

Post a Comment

0 Comments