Ad Code

Responsive Advertisement

Lamb



Lamb


د وری غوښه Lamb

وری د اهلي پسه(Ovis aries)  غوښه ده. دا یو ډول سره غوښه ده کومه چې د کب او چرګې په پرتله لوړه اندازه اوسپنه لري. د ځوان پسه غوښه په لومړي کال کې د لمب(lamb)  په نوم یادیږي چېرته چې د موټن(mutton)  اصطلاح د بالغ پسه د غوښې لپاره استعمالیږي. دا زیاتره غیر پروسس شوی خوړل کیږي خو وریته او سیخ کباب شوی غوښه د نړۍ په ځېنو برخو کې هم عامه ده. د شتمن لوړکیفیت پروټین او زیاتو ویټامینونو او منرالونو په لرلو سره کیدای شي د صحي رژیم یوه غوره برخه اوسي.

د وری غوښې غذايي ارزښت

د وری غوښه اساسآ له پروټین څخه جوړه شوی خو د شحمو مختلفه اندازه هم شامله ده.

په لاندې جدول کې د وری غوښې غذايي عناصرو په اړه معلومات ورکړل شوی دی.

عمومي معلومات

اندازه
کالوري
258
اوبه
57 %
پروټین
25.6 g
کاربوهایډریټ
0 g
قند
0 g
فایبر
0 g
شحم
16.5 g
مشبوع
6.89 g
مونوغیرمشبوع
6.96 g
پولي غیرمشبوع
1.18 g
اومیګا-3
0.23 g
اومیګا-6
0.9 g
ټرانس شحم
~



ویټامیونه

اندازه
%ورځنۍ ارزښت
ویټامین A
0 µg
~
ویټامین C
0 mg
~
ویټامین D
0.1 µg
2%
ویټامین E
0.15 mg
1%
ویټامین K
4.2 µg
4%
ویټامین B1 (تیامین)
0.1 mg
8%
ویټامین B2 (رایبوفلاوین)
0.27 mg
21%
ویټامین B3 (نیاسین)
6.59 mg
41%
ویټامین B5 (پانتوتنیک اسید)
0.68 mg
14%
ویټامین Vitamin B6 (پیریډوکسین)
0.15 mg
12%
ویټامین B12
2.59 µg
108%
فولاټ
20 µg
5%
کولین
96.3 mg
18%

منرالونه

اندازه
%ورځنۍ ارزښت
کلسیم
11 mg
1%
اوسپنه
1.98 mg
25%
مګنیزیم
24 mg
6%
فاسفورس
191 mg
27%
پوټاشیم
313 mg
7%
سوډیم
66 mg
4%
جست
4.4 mg
40%
مس
0.12 mg
13%
منګنیز
0.02 mg
1%
سلنیوم
27.2 µg
49%



د وری غوښې پروټین

د نورو غوښو ډولونو په څېر د وری غوښه اساسآ له پروټین څخه جوړه شوی ده. عمومآ په پخ شوي وری غوښه کې د لین(lean)  پروټین برخه 25- 26٪ پورې ده. وری غوښه د لوړ کیفیت پروټین سرچینه ده او په هغه کې هغه ټول ضروري امینواسیدونه شامل دي کوم چې د بدن ودې او ساتنې لپاره اړتیا لري. له دې امله وری غوښې خوړل یا د غوښو نور ډولونه ښايي د بدن جوړونکو، ورزشکارانو بېرته راګرځېدنې، او جراحې وروسته ناروغانو لپاره غوره ګټور اوسي. په ساده عبارت د غوښې خوړل د مطلوبه تغذیه ترویجوي،  په هغه وخت کې چې د عضلاتي انساجو جوړونې یا ترمیم ته اړتیا پېدا کیږي.

د وری غوښې شحم

په وری غوښه کې مختلفه اندازه شحم شامل دی کوم چې د هغې ساتنې لیول او د څارویو خواړو، عمر، جنس او تغذیه پورې اړه لري. د شحمو کچه ښايي له 17-21٪ پورې وي. دا د مشبوع(saturated)  او مونو غیرمشبوع(monounsaturated)  شحمونو چې نږدې برابره اندازه لري ترکیب شوی ده. د وری غوښې شحم معمولآ د بیف(beef)  په پرتله لږ څه لوړه کچه مشبوع شحم شامل دي. د مشبوع شحم په مصرف رسول له اوږدې مودې نه د زړه ناروغیو د خطر فکتور ګڼل شوی دی خو د اوس وخت زیات شمېرعلمي مطالعو د دې په اړه کوم اړیکې ندې موندلي.

شخوند وهونکو څارویو ټرانس شحم

د وری وازګه د ټرانس شحمونو(trans fats)  کورنۍ لري کومه چې د شخوند وهونکو ټرانس شحمونو په نامه پېژندل شوی. له بلې خوا ټرانس شحمونه په پروسس شوي خوراکې توکو کې موندل کیږي، عقیده پردې ده چې شخوند وهونکو څارویو ټرانس شحمونه په روغتیا ګټوره اغیزه ولري. د شخوند وهونکو څارویو ډېرعام ټرانس شحم يي کونجوګټیټ لینولیک اسید(conjugated linoleic acid (CLA)) دی. د نورو شخوند وهونکو غوښو په پرتله د غويي غوښه، خوسکۍ غوښه او وری غوښه دCLA  لوړه اندازه لري. کونجوګټیت لینولیک اسید(CLA)  له بېلابېلو روغتیايي ګټو سره تړاو لري لکه د بدن شحم په کمولو کې خو په زیاته کچه په بشپړ خواړو کې ښايي په روغتیا میتابولیکي منفي اغیزې ولري.

خلاصه

وری غوښه یو ډول سره غوښه ده کومه چې له ځوان پسه لاسته راځي. نه یواځې دا چې د لوړ کیفیت پروټین یوه بډایه سرچینه ده، همدارنګه د زیاتو ویټامینونو او منرالونو چې په هغه کې اوسپنه، جست او ویټامین بي ۱۲ شامل دي یوه وتلی سرچینه ده. د وری غوښې په منظمه توګه مصرف ښايي د عضلاتو نمو، ساتنې او کړنو ته وده ورکړي. برسېره پردې د کم خوني په مخنېوې کې مرسته وکړي.

Post a Comment

0 Comments