GAP

GAP

جي ای پيGAP
غوره کرهنیزې کړنېGood Agricultural Practices
جي ای پي(GAP)  څه شی دی؟
جي ای پي(GAP)  لارې دي چې کروندګر کولای شي چې په کرونده کې د میوو او د سابو د ککړتیا مخنیوی وکړي. جي ای پي د غذايي توکو د خوندیتوب په اړه د فکر یوه نوې لاره ده. جي ای پي د ککړتیا د مخنیوي په اړه ټول ممکنه تدابیر لري چې د تازه محصول د تولید او د وېش سیستمونو له لارې لېږدول کیږي. جي ای پي د تولید او کروندې په کچه لارې دي چې د انسان مصرف لپاره د تازه محصول د خوندیتوب ډاډ ورکوي. د جي ای پي تولید او د حاصل لارښوونې په تازه محصولاتو کې د ناروغیوو ککړتیا خطر د کمولو لپاره طرحه شوي دي.
ولې جي ای پي(GAP)  ته اړتیا ده؟
تولیدات د یو ګڼ شمېر میکروبونو (بکتریاوو، ویروسونو، پرازیټونو یا فنګسونو) له خوا د تولید، پروسس، بسته بندي یا بازار موندنې په هره مرحله کې کېدای شي چې ککړ شي. د ککړتیا د خطر کمولو  تر ټولو اغیزمنه ستراتیژي د مخنیوی له لارې ده. جي ای پي د میوو او سابو کروندګړو ته ساده ګامونه برابروي چې د پلي کولو سره یې کولای شي په کرونده کې په پراخه کچه ککړتیا را ټیټه کړي.
د جي ای پي(GAP)  موخې
د دغو جي اي پي کوډونو، سټنډرډونو او مقرراتو موخې عبارت دي له:
·         د غذايي توکو په زنځیر کې د محصولاتو خوندیتوب او کیفیت ډاډمنول
·         د عرضې زنځیرحکومتدارۍ تغیرولو په واسطه د نوي مارکیټ ګټې تر لاسه کول
·         د طبعیي منابعو استعمال، د کارکوونکو روغتیا او د کار شرایطو ته وده ورکول
·         مخ پر ودې هیوادونو کې بزګرانو او صادر کوونکو ته د نوي مارکیټ فرصتونه رامنځ ته کول
د جي ای پي(GAP)  اصول
د جي ای پي لپاره عمومي اصول په لومړۍ ځل په کرنه کې د خوراک او کرنې کمیټې له خوا په کال 2003 کې وړاندې شوه. د جي ای پي اصول چې چاپيریال، اقتصاد او ټولنې ته وده ورکوي:
1.       خاوره
2.       اوبه
3.       د محصول او د واښو تولید
4.       د محصول ساتنه
5.       د حیواناتو تولید
6.       د حیواناتو روغتیا او رفاه
7.       حاصل او د کروندې پروسس او زېرمه
8.       انرژي او د فاضلو مدیریت
9.       د بشر رفاه، روغتیا او خوندیتوب
10.   د وحش ژوند او منظره
له جي ای پي(GAP)  څخه څوک سودمند کیږي؟
·         بزګران او د هغوې کورنۍ چې روغتیايي او ښه کیفیت غذايي مواد تر لاسه کوي
·         مصرف کوونکي چې د غوره او خوندي او ښه کیفیت لرونکي غذايي موادو څخه خوند اخلي
·         په عموم کې ټول خلک چې د یو غوره چاپیریال څخه سودمند کیږي

Post a Comment

1 Comments

  1. Slot Machines Casino Mobile App - JTG Hub
    The หาเงินออนไลน์ Slot 제주도 출장마사지 Machines mobile app is a must in your 구리 출장마사지 life, and you can check out your 대전광역 출장마사지 favorite slot machines and play their games at this casino 양산 출장마사지 app.

    ReplyDelete