Ad Code

Responsive Advertisement

GMO

GMO


جي ایم اووGMO  

جنتیکي اصلاح شوي اورګانیزمونهGenetically Modified Organisms (GMO)

جي ایم اوو(GMO)  څه شی دی؟

یو نبات، حیوان، مایکرواورګانیزم یا بل اورګانیزم دی چې د هغې جنتیکي جوړښت دDNA  یو ځای کېدو میتود (د جین نښلېدنه هم وايي)، د جین اصلاح یا د ټرانس جین ټکنالوژي په کارولو سره اصلاح شوی وي. دا ټکنالوژي اکثرا عصري بایو ټکنالوژي یا جین ټکنالوژي او ځینې وخت را یوځای کېدونکي ډي این ای ټکنالوژي یا جنتیکي انجنیري په نامه هم یادیږي. دا غوره شوې انفرادي جین ته اجازه ورکوي چې له یو اورګانیزم نه بل یو ته ولېږدول شي همدارنګه غیر مربوطو نوعو ترمنځ. دا نسبتآ نوی ساینس د نبات، حیوان، بکتریاوي او ویروسي جینونه چې په طبعیت یا سنتي میتودونو له لارې نه واقع کیږي بې ثباته ترکیبونه رامنځ ته کوي.

آیا جنتیکي اصلاح شوي اورګانیزمونه(GMO)  خوندي دي؟

د نړۍ زیاتره پرمختللي هیوادونه پر دې آند دي چې جي ایم اوو خوندې نه دي او پر هغې مهم محدودیتونه یا د هغې پر تولید او د جي ایم اوو په پلورلو ښکاره بندیزونه دي. دا تخنیک د جنتیکي انجنیري چې په لوړه توګه د جین ترکیب بدلونکی  او په ډي این ای کې غیر اټکل شوي بدلونونه راوړي او د جي ایم اوو له خوا تولید شوې پروټین کوم چې کولای شي زهري یا د حساسیت غبرګونونو سبب وګرځي.

د جي ایم اوو(GMO)  غذايي موادو روغتیايي خطرونه

·         د جي ایم اوو جوار او د هربي سایډ رونډاپ د تومورونو او د غړو د تخریب لامل ګرځي

·         د جي ایم اوو کچالو په موږکانو کې د کولمو تخریب لامل ګرځي

·         د جي ایم اوو جوارو زهر د حامله ښځو په وینه کې موندل کیږي

·         د جي ایم اوو جوار د وینې بیوشیمي، د غړو تخریب تغیروي او د نارینه په تولید باندې بالقوه اغیزې لامل ګرځي

د جي ایم اوو(GMO)  محصولاتو محیطي خطرونه

·         د جي ایم اوو محصولات د پسټي سایډ کارول زیاتوي

·         د جي ایم اوو محصولات قوي هرزه رامنځ ته کوي

·         د جي ایم اوو جوار د اوبو حشرات زیانوي

·         د جي ایم اوو عضوي او غیر جي ایم اوو محصولات ککړتیا بزګرانو لپاره د ستونزو لامل کیږي

جي ایم اوو په وروستیو کې د سرطان، د وینې سرطان، چاغوالی، شنډتوب او د تولد نیمګرتیاوو او ګڼ شمېر نورو روغتیايي مسایلو سره تړاو لري.

کوم خواړه جي ایم اوو(GMO)  درلودونکي دي؟

ټول بسته شوي خواړه کوم چې اجزا یې له جوارو، سویا، کنولاتېل او د چقندر څخه اخیستل شوي وي او اکثریت هغه محصولات یې په شمالي امریکا کې کرل کیږي جنتیکي اصلاح شوي دي.

آیا د جي ایم اوو(GMO)  محصولات لېبل درلودونکي دي؟

د نړۍ شاخوا شپېته هیوادونه چې په هغه کې استرالیا، جاپان شامل هم دي او د اروپايي اتحادیې ټول هیوادونه غواړي چې جنتیکي اصلاح شوي خواړه لېبل باید ولري خو برعکس په متحده ایالاتو او کاناډا کې د جي ایم اوو لپاره اړتیا نشته چې ولیکل شي.

ولې د جي ایم اوو(GMO)  غذايي مواد تولیږي؟

د جي ایم اوو غذايي مواد بازار ته عرضه او توسعه کیږي ځکه چې د غذايي موادو ځینې ګټې د مصرف کوونکي او تولید کوونکي لپاره موجودې دي. دا په دې مانا ترجمه کولای شو چې یوې ټيټې بیې محصول د ډېرې ګټې سره یا دواړه. په لومړې سر کې جنتیکي اصلاح شوي تخم توسعه کوونکو غوښتل چې خپل تولیدات د تولید کوونکو له خوا ومنل شي او په نوښتونو چې بزګرانو ته مستقیمه ګټه راوړي متمرکز شوي وي.

څرنګه د جي ایم اوو(GMO)  موادو څخه ډډه وشي؟

1.       د پروسس شویو غذايي مواد چې د سویا، کنیولا تېل، چقندر او د پنبې اجزاوې په کې شاملې وي ور څخه ډډه وشي.

2.       د غیر جي ایم اوو تایید شوي محصولات ته باید وکتل شي.

3.       عضوي غذايي مواد باید وخوړل شي.

4.       د سیمې په توګه کرل شوي غذايي مواد باید واخیستل شي.

5.       په خپله باید وکرو.

Post a Comment

0 Comments