Ad Code

Responsive Advertisement

Garlic


هوږه Garlic
Garlic

هوږه نه یواځې د خواړو خوند ورعلاوه کوي بلکه د غذايي موادو له جملې هم ډیره غني ده. په هوږه کې د ویټامین سي، بي یو، بي شپږ، کلسیم، پوټاشیم، مس، منګنیز او سیلنیم لوړه سرچینه شتون لري. په هوږه کې همدارنګه د سلفر ګټور مرکب لکه اللیسین (Allicin) کچه هم لوړه ده. زیاتو مطالعو ښودلی چې اللیسین او هوږه ممکن د وینې فشار ټیټ کړي او همدارنګه په مجموع کې خراب کلسټرول (LDL). دا همدارنګه کولای شي چې ښه کلسټرول زیات کړي او د امکان په صورت کې د زړه ناروغي خطر د لاندې خط ته کم کړي. دا همدارنګه د بېلابېلو مقابله لرونکو سرطانونو خاصیت لري. مطالعو ښودلی هغه خلک چې زیاته هوږه خوري د زیاتو عادي سرطانونو ډیر کم خطر لري په خاصتآ د کولمو او د معدې سرطانونه. همدارنګه اومه هوږږه هم د بکتریاوو او فنګسونو ضد خاصیت لري. هوږه همدارنګه ښه خوند او د روغتیا لپاره ګټوره ده. دا د مغذي موادو په وړاندې کولو کې لوړه کچه درلودونکې ده، او په خپل ځان کې فعال ژوند لرونکي مرکب لري چې د ناروغیوو مبارزې خاصیت یې تایید شوی دی.

Post a Comment

0 Comments