Ad Code

Responsive Advertisement

ISO 9001

ISO 9001


آیسو 9001 ISO 9001 –

آیسو 9001 یو نړیوال پېژندل شوی د کیفیت مدیریت سیستم(Quality Management System – QMS)  سټنډرډ دی کوم چې د سټنډرډ نړیوال سازمانthe international organization of standardization (ISO) له خوا رامنځ ته شوی دی. دا سټنډرډ په نړیواله سطح د کیفیت مدیریت لپاره چې یو شان سټنډرډ برابر کړي رامنځ ته شوی دی. دا سټنډرډ په لومړۍ ځل په کال 1987 کې خپور او بیا په 1994، 2000 او 2008 کې بیا کتل شوی دی.

د 2008 آیسو 9001 د کیفیت مدیریت په اته اصولو پر بنسټ دی:

·         پر پېرودونکي تمرکز

·         رهبري

·         د خلکو ملوث کېدنه

·         د پروسس لاسرسې

·         سیستم ته لاسرسې

·         په دوامداره ډول ښه والی

·         واقعیت د تصمیم نیولو پر بنسټ

·         دوه اړخیزه ګټور عرضه کوونکي اړیکې

د آیسو 9001 د کیفیت مدیریت سیستم یو نړیوال سټنډرډ دی چې کولای شي په لاندې برخو کې مرسته وکړي:

·         د پېریدونکو رضایت

·         د پروسس ښه والی

·         د محصول ښه والی

·         مخکې له صلاحیت

·         حمل او نقل لپاره غوښتنلیک

·         عملیاتي موثریت

·         داخلي تفتیش

·         د خطر مدیریت

·         ټریننګ او وړتیا

·         د سوداګرۍ نوم او شهرت

د آیسو 9001 تصدیق(Certification)

آیسو 9001 د آیسو 9000 له کورنۍ یوازنې سټنډرډ دی چې کولای شي د تصدیق لپاره و کارول شي.

ولې د آیسو 9001 تصدیق یا ثبتول(Certification) ؟

د آیسو تصدیق(Certification)  سهم لرونکو، پېریدونکو او کارکوونکو ته ثبوت دی چې خپلو ژمنو ولاړ یې ساتلې دی. اساسي ګټې یې عبارت دي له:

تاسو ته ګټه

·         د ګټې امکانات او د مارکیټ ونډه زیاتوي

·         سره د مدیریت سرچینو ښه والی له وخت څخه ښه ګټه اخیستنه

·         د ستونزو په رامنځ ته کېدو د وخت او د پیسو خوندي کول، سره د زیاتو ستونزو په اول پړاو کې په دایمي توګه حلول

پېریدونکو ته ګټې

·         د سمون سره برابر، د باور وړ او د هدف حل لپاره مناسب وړاندې کول

·         د پېریدونکو د نظر اخیستنې په واسطه د پېریدونکو او عرضه کوونکو اړیکې اصلاح کول

·         په ډېرو مواردو کې پرته له پېریدونکو پوهېدنې، مسایل په نښه کول او په چټکۍ سره حلول

 کارکوونکو ته ګټې

·         د کاروبار فعالیت پراخلو له لارې د کار تضمین زیاتول

·         د کارکوونکو په څېر د کار اطمینان اصلاح کول

·         د روزنې وړتیا ښه والي له لارې د مورال او هڅونې زیاتول

د آیسو 9001 تصدیق(Certification or Registration)  ګټې

د پېریدونکو رضایت

عملیاتي لګښتونه راټیټول

د ښکیلو خواوو اړیکې ښه کول

قانوني موافقت

د خطر مدیریت ښه کول

د سوداګرۍ باورلیک ثابتول

د زیاتو کاروبارو ګټلو وړتیا

د آیسو 9000 په کورنۍ کې لاندې سټنډرډونه شامل دي:

آیسو 9001:2015 د کیفیت مدیریت سیستم غوښتنې ټاکي

آیسو 9000:2015 اساسي مفاهیمو او ژبه تر پوښښ لاندې نیسي

آیسو 9004:2009 د کیفیت مدیریت سیستم په لازیات اغیزمن او موثر په جوړولو تمرکز کوي
آیسو 19011:2011 د کیفیت مدیریت سیستم په داخلي او بهرني تفتیش باندې لارښوود ټاکي

Post a Comment

0 Comments