Ad Code

Responsive Advertisement

Onions



Onions


پیاز Onions

پیاز یوه سبزي او د غوټې په څېر د ځمکې لاندې کرل کیږي.همدارنګه پیاز په علمي توګه د(Allium cepa)  په نوم پېژندل شوی نبات دی. پیاز د غوټه پیاز په نوم هم پېژني او په ټوله نړۍ کې کرل کیږي. پیاز د هوږې، ګندنه او شین پیاز سره نږدې تړاو لري. پیاز د ډېر زیاتو انټي اکسیډنټو(anti oxidants)  او سلفر لرونکو مرکباتو لوړې کچې له امله ښایي زیاتې روغتیايي ګټې ولري. پیاز د انټي اکسیډنټ او د التهاب ضد اغیزې لري او همدارنګه د سرطان په کمولو، د وینې شکر په ټیټولو او د هډوکو روغیتا په اصلاح کولو کې تړاو لري. پیاز د نورو خواړو سره د خوند په علاوه کولو کې کارول کیږي او کله هم د نورو سابو سره یوځای  په سلاته کې په تازه شکل خوړل کیږي. پیاز د اندازې، بڼې او د رنګ له مخې  توپیر لري خو د پیازو ترټولو عمومي ډولونه سپین پیاز، ژیړ پیاز او سره پیاز دي. د پیازو خوند خوږ، تریخ او خفیف د ورایټي او موسم له مخې توپیر لري. پیاز مخکې له بشپړ غوټې رسېدو نه په تازه بڼه مصرفیږي چې بیا ورته د شین پیاز یا د پسرلي پیاز وايي.

د پیازو غذايي ارزښت

په خامو پیازو کې د کالوري کچه ټیټه ده. په ۱۰۰ ګرامو کې یوازې ۴۰ ګرامه کالوري لري. د وزن له مخې په تازه پیازو کې ۸۹٪ اوبه، ۹٪ کاربوهایډریټ، ۱،۷٪ فایبر سره او یوه کمه اندازه پروټین او شحم هم شتون لري.   

په لاندې جدول کې د پیازو غذايي عناصرو په اړه معلومات ورکړل شوی دی.

عمومي معلومات

اندازه
کالوري
40
اوبه
89 %
پروټین
1.1 g
کاربوهایډریټ
9.3 g
قند
4.2 g
فایبر
1.7 g
شحم
0.1 g
مشبوع
0.04 g
مونوغیرمشبوع
0.01 g
پولي غیرمشبوع
0.02 g
اومیګا-3
0 g
اومیګا-6
0.01 g
ټرانس شحم
~

ویټامیونه

اندازه
%ورځنۍ ارزښت
ویټامین A
0 µg
~
ویټامین C
7.4 mg
8%
ویټامین D
0 µg
~
ویټامین E
0.02 mg
0%
ویټامین K
0.4 µg
0%
ویټامین B1 (تیامین)
0.05 mg
4%
ویټامین B2 (رایبوفلاوین)
0.03 mg
2%
ویټامین B3 (نیاسین)
0.12 mg
1%
ویټامین B5 (پانتوتنیک اسید)
0.12 mg
2%
ویټامین B6 (پیریډوکسین)
0.12 mg
9%
ویټامین B12
0 µg
~
فولاټ
19 µg
5%
کولین
6.1 mg
1%

منرالونه

اندازه
%ورځنۍ ارزښت
کلسیم
23 mg
2%
اوسپنه
0.21 mg
3%
مګنیزیم
10 mg
3%
فاسفورس
29 mg
4%
پوټاشیم
146 mg
3%
سوډیم
4 mg
0%
جست
0.17 mg
2%
مس
0.04 mg
4%
منګنیز
0.13 mg
6%
سلنیوم
0.5 µg
1%

Post a Comment

0 Comments