Ad Code

Responsive Advertisement

Pineapples



Pineapples


اناناس Pineapple

اناناس(Ananas comosus)  په نړۍ کې یوه تر ټولو مشهوره ګرمسیره میوه ده. اناناس د زیاتو غذايي موادو لکه ویټامین سي، منګنیز، مس، او فولاټ یوه ښه سرچینه ده. اناناس د بروملین(Bromelain)  نباتي مرکب یوازنې سرچینه هم ده. بروملین د زیاتو روغتیايي ګټو سره تړاو لري لکه د معافیت کړنو لوړول، د سرطان مخنیوی، د ټپونو رغونه او د کولمو ښه روغتیا. اناناس یو خوندوره میوه ده کله چې تازه مصرفیږی خو د جوس، وچ شوی، د کنسر شوي په بڼه هم زړه پورې کېدای شي. همدارنګه په ګڼ شمېر خواړو کې یو اجزا په څېر. اناناس زیږ او د فلس غوندې پوستکی لري.  د اناناس جوړښت له توتانو خوشې رامنځته او د فایبر شکله مغز شاوخوا کې سره یوځای مخلوط شوی. د پوخ اناناس مغز له سپین تر ژیړ رنګه پورې محدود وي. اناناس د ځانګړي بوي او خوند درلودونکې میوه ده.

د اناناس غذايي ارزښت

د تازه اناناس په هر 100 ګرامو کې 50 کالوري شامله ده. اناناس له 86 سلنه اوبه او 13 سلنه کاربوهایډریټ څخه تشکیل شوی دی او نږدې له هیڅ پروټین او شحم سره.

په لاندې جدول کې د اناناس غذايي عناصرو په اړه معلومات ورکړل شوی دی.

عمومي معلومات

اندازه
کالوري
50
اوبه
86 %
پروټین
0.5 g
کاربوهایډریټ
13.1 g
قند
9.9 g
فایبر
1.4 g
شحم
0.1 g
سکرایډ
0.01 g
مونوغیرسکرایډ
0.01 g
پولي غیر سکرایډ
0.04 g
اومیګا-3
0.02 g
اومیګا-6
0.02 g
ټرانس شحم
~

ویټامینونه

اندازه
%ورځنۍ ارزښت
ویټامین A
3 µg
0%
ویټامین C
47.8 mg
53%
ویټامین D
0 µg
~
ویټامین E
0.02 mg
0%
ویټامین K
0.7 µg
1%
ویټامین B1 (تیامین)
0.08 mg
7%
ویټامین B2 (رایبوفلاوین)
0.03 mg
2%
ویټامین B3 (نیاسین)
0.5 mg
3%
ویټامین B5 (پانتوتنیک اسید)
0.21 mg
4%
ویټامین B6 (پیریډوکسین)
0.11 mg
9%
ویټامین B12
0 µg
~
فولاټ
18 µg
5%
کولین
5.5 mg
1%

منرالونه

اندازه
%ورځنۍ ارزښت
کلسیم
13 mg
1%
اوسپنه
0.29 mg
4%
مګنیزیم
12 mg
3%
فاسفورس
8 mg
1%
پوټاشیم
109 mg
2%
سوډیم
1 mg
0%
جست
0.12 mg
1%
مس
0.11 mg
12%
منګنیز
0.93 mg
40%
سلنیوم
0.1 µg
0%



کاربوهایډریټ

په اناناس کې د کاربوهایډریټ زیاتره ساده قندونه دي لکه سکروز(sucrose) ، فرکتوز(fructose)  او ګلوکوز(glucose) . همدارنګه ځېنې فایبر هم لري. د اناناس په یوه پیاله (165 ګرامه) کې 21.7 ګرامه کاربوهایډریټ او 2.3 ګرامه فایبر شامل دی. له دې امله په هره یوه پیاله کې 19.4 ګرامه د هضم وړ(خالص) کاربوهایډریټ دی. د اناناس ګلسمیک اینډکس(glycemic index) درجه له 45 – 66 پورې ده کومه چې په متوسط حد کې ده. دا په دې مانا چې اناناس کومه لویه اغیزې د وینې په شکر لیول نه لري، لږ تر لږه په روغو خلکو کې.

فایبر

د اناناس په یوه پیاله کې 2 ګرامه فایبر شامل دی کوم چې نږدې ټول غیرمنحل (99 سلنه) دی. دغه په عمومي توګه د سلولوز(cellulose) ، هیمي سلولوز(hemicelluloses)  او پیکټین(pectin)  په بڼه دي. غیرمنحل فایبر د 2 ډوله دیابت خطر په کمولو او د روغتیا هضم کې تړاو لري.

ویټامینونه او منرالونه

اناناس د زیاتو ویټامینونو او منرالونو یوه غوره سرچینه ده. یوه پیاله اناناس 132 سلنه د سپارښت شوي مصرف ویټامین سي او 76 سلنه منګنیز برابروي.

دغه لاندې ویټامینونه او منرالونه تر ټولو زیات په اناناس کې دي.

Vitamin C ویټامین سي: یو انټي اکسیډانټ ویټامین دی کوم چې د پوستکي روغتیا او د بدن دفاعي سیستم کړنو لپاره ضروري دی.

Manganese منګنیز: یوه ضروري کمیابه منرال دی کوم چې معمولآ په میوو، سابو، ټولو غله جاتو او حبوباتو کې په لوړه کچه موندل کیږي.

Copper مس: یو کمیابه منرال دی په بدن کې د زیاتو مهمو کړنو سره لکه د وینې سرو حجرو په جوړولو کې یو همکار عامل په څېر.

Folate (B9) فولاټ: د ویټامین بي کورنۍ یو غړی دی، د نسج نمو او د حجرې نورمال کړنو لپاره مهم دی او په ځانګړې توګه د باردارو ښځو لپاره.

نباتي مرکبات

برومیلین(Bromelain)  په اناناس کې تر ټولو زیات څېړل شوی نباتي مرکب دی، خو دا انټي اکسیډنټ هم لري لکه د انتوسیانین(anthocyanins)  په څېر.

Bromelain برومیلین: یو بی ساری پروټین هضم کوونکی انزایم دی، یوازې په اناناس کې موندل کیږي. ښايي ګڼ شمېر روغتیايي ګټې ولري لکه د سرطان خطر کمول، د کولمو روغتیا ښه والی او د  زخم رغېدنې اسانول.

Anthocyanins انتوسیانین: په اناناس کې د انتوسیانین کمه کچه شامله ده. یو پیاوړې انټي اکسیډانټ دی کوم چې د ډېرو ناروغیو خطر په کمولو کې تړاو لري لکه د زړه ناروغي.

د برومیلین برخې له وجې د اناناس جوس کېدای شی د غوښې په نرمولو کې استعمال شي. برومیلین د غوښې پروټین ماتوي.

خلاصه

زیاتره خلکو لپاره اناناس یو غوره علاوه کوونکی غذايي رژیم دی. اناناس د زیاتو ویټامیونو او منرالونو یوه ښه سرچینه ده په ځانګړې توګه د ویټامین سي او منګنیز یوې زیاتې کچې سره. همدارنګه د یو پیاوړي نباتي مرکب چې برومیلین یادیږي یوازنې سرچینه ده، کوم چې په ډېرو روغتیايي ګټو کې رول لري. چې په هغې کې د زخم ژر رغېدنه، د هضم ښه والی، د سرطان مخنیوی، د التهاب  کموالی او د بدن دفاعي سیستم لوړوالی شامل دی. اناناس د خپل خوږ خوند سره چې ستاسې غذا لاپسې خوندوره کړي یو بشپړ جز دی.

Post a Comment

0 Comments