Ad Code

Responsive Advertisement

Lychee


 
Lychee


لیچي Lychee

لیچي همدارنګه دLichee  یاLichee  په نامه هم یادیږي. لیچي دSoapberry  کورنۍ او د تودې سیمې یوه وړه میوه ده. دا د rambutan او longan میوو سره نږدې تړاو لري. لیچي د نړۍ په ټولو نیمو تودو سیمو کې کرل کیږي په ځانګړې توګه په چین (چېرته چې اصل منشاء اخیتسې)  او سویل ختیځ کې شهرت لري. لیچي له خپل خوږ او ګل لرونکې خوند له امله پېژندل شوی دی. لیچي په خاصه توګه تازه خوړل کیږي خو ځینې وخت په آیسکریم یا جوس، جیلي او په شراب کې پروسس کیږي. لیچي د بېلابېلو ویټامینونو، منرالونو او روغتیايي انټي اکسیډانټو یو ښه سرچینه ده. لیچي د یوه غیرخوړنکې ګلابي سور رنګه پوستکي په واسطه پوښل شوې کوم چې مخکې له خوړولو لېرې کیږي. مغز یې سپین رنګ لري کوم چې د مرکز په یو تیز رنګه زړي شاوخوا احاطه کړې دی.

د لیچي غذايي ارزښت

لیچي په عمده توګه له اوبو (82 سلنه) او کاربوهایډریټو (16.5 سلنه) تشکیل شوی دی.

په لاندې جدول کې د لیچي غذايي عناصرو په اړه معلومات ورکړل شوی دی.

عمومي معلومات

اندازه
کالوري
66
اوبه
82 %
پروټین
0.8 g
کاربوهایډریټ
16.5 g
قند
15.2 g
فایبر
1.3 g
شحم
0.4 g
سکرایډ
0.1 g
مونوغیرسکرایډ
0.12 g
پولي غیرسکرایډ
0.13 g
اومیګا-3
0.07 g
اومیګا-6
0.07 g
ټرانس شحم
~

ویټامینونه

اندازه
%ورځنۍ ارزښت
ویټامین A
0 µg
~
ویټامین C
71.5 mg
79%
ویټامین D
0 µg
~
ویټامین E
0.07 mg
0%
ویټامین K
0.4 µg
0%
ویټامین B1 (تیامین)
0.01 mg
1%
ویټامین B2 (رایبوفلاوین)
0.07 mg
5%
ویټامین B3 (نیاسین)
0.6 mg
4%
ویټامین B5 (پانتوتنیک اسید)
~
~
ویټامین B6 (پیریډوکسین)
0.1 mg
8%
ویټامین B12
0 µg
~
فولاټ
14 µg
4%
کولین
7.1 mg
1%

منرال

اندازه
%ورځنۍ ارزښت
کلسیم
5 mg
1%
اوسپنه
0.31 mg
4%
مګنیزیم
10 mg
3%
فاسفورس
31 mg
4%
پوټاشیم
171 mg
4%
سوډیم
1 mg
0%
جست
0.07 mg
1%
مس
0.15 mg
16%
منګنیز
0.06 mg
2%
سلنیوم
0.6 µg
1%



کاربوهایډریټ او فایبر

د اوبو ترڅنګ لیچي عمدتآ له کاربوهایډریټو تشکیل شوې ده. په یو دانه لیچي (تازه یا وچه شوې) کې 1.5 – 1.7 ګرامه کاربوهایډریټ شامل دی. په لچې کې اکثریت کاربوهایډریټ له قندونو لاسته راځي کوم چې د هغې خوږ خوند دنده په غاړه لري او د فایبر نسبتآ کمه کچه لري.

ویټامینونه او منرالونه

لیچي د بېلابېلو ویټامینونو او منرالونو یوه خورا پراخه سرچینه ده په ځانګړې توګه د ویټامین سي.

Vitamin C ویټامین سي: په لیچي کې تر ټولو خورا پراخه ویټامین. یوازې لیچي د هرې ورځ سپارښت شوې اندازې شاوخوا 8 سلنه برابروي.

Copper مس: لیچې د مسو یوه پراخه سرچینه ده. د مسو نا کافي اندازه ښايي د زړه په روغتیا ناوړه اغیزې ولري.

Potassium پوټاشیم: یوه ضروري مغذي ماده ده کوم چې ښايي د زړه روغتیا ته وده ورکوي کله چې په کافي اندازه وخوړل شي.

نباتي مرکبات

د نورو میوو غوندې لیچي د بېلابېلو انټي اکسیډانټو نباتي مرکباتو یوه ښه سرچینه ده. په حقیقت کې، د ورکړل شوي راپور له مخي په دې کې د زیاتو نورو عامو میوو په پرتله د پولیفینول(polyphenols)  انټي اکسیډانټ لېول لوړه کچه شامله ده.

دا شامل دی:

Epicatechin اپي کټیچین: یو انټي اکسیډانټ دی کوم چې د زړه روغتیا ته وده ورکوي او د سرطان او شکرې ناروغي خطر کموي.

Rutin روټین: یو پیاوړې انټي اکسیډانټ دی. څېړنو ښودلې چې دا ښايي د مزمن ناروغیوو په وړاندې محافظت کې مرسته کوي لکه سرطان، شکرې ناروغي او د زړه ناروغي.

خلاصه

لیچي په سویلي اسیا او چین کې مشهوره میوه ده خو د نړۍ په نورو هېوادونو کې کم پېژندل کیږي. لیچي یو خوږ خوند لري او همدارنګه د ویټامین سي او زیاتو ګټورو انټي اکسیډانټو یوه ښه سرچینه ده. دا د روغتیايي غذايي رژیم یوه ستر علاوه کوونکی جوړوي.

Post a Comment

0 Comments