Ad Code

Responsive Advertisement

Asafoetida Usages

 

Asafoetida 

انجه (هنګ، انغوزه)  Asafoetida

انجه Asafoetida (Ferula asafoetida) د افغانستان بومي ټاټوبی او معمولآ د هندي په خواړو کې د مسالو په ډول کارول کیږي. سره لدې چې انجه د خوند علاوه کولو لپاره کارول کیږي، خو له زیاتو بیړیو راهیسې په نړۍ کې د روغتیایي ګټو لپاره هم استعمالیږي. انجه داسې بوټی دی چې د طبي موخو لپاره کارول کېدای شي او د کورني بازار تر څنګ نړیوال مارکیټ لري او په لوړه بیه پلورل کیږي. په تخنیکي ډول یوسخت ژاوله لرونکي مواد چې د ګازرو په شکل د لویو ریښو (Ferula plants) څخه ایستل کیږي. یو وارې چې وچ او میده شي په ژیړ پاوډر بدل او د خوړو او طبي مقصد لپاره کارول کیږي. د مسالې په توګه انجه یو قوي تیز بوی لرونکي پیژندل کیږي، کوم چې د سلفر مرکباتو د لوړ غلظت له امله دی. 

Post a Comment

0 Comments